اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د آزاد كشميركل جماعتي حريت كنفرنس اسلام آباد كښې د سارك داخله وزيرانو كنفرنس كښې د هندي داخله وزير راج ناتھ سنګ د بې سروپښو تقرير په ځواب كښې د پاكستان داخله وزير چوھدري نثار علي خان تقرير سم او په حقائقو اډانه ګرځولو سره د دې ستائنه كړې۔ د كشميرميډيا سروس ترمخه كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير لخوا اسلام آباد كښې جاري كړې شوي يو بيان كښې وئيلي شوي چې چوهدري نثار علي خان راج ناتھ سنګھ ته سم ځواب وركولو سره د نړۍ بې لارې كولو له د ده ناوړه هڅه شنډه كړې۔
حريت بيان كښې وئيلي شوي چې د هند داخله وزير د پاکستان په خاوره په پاكستان تورونه لګولو سره رائے عامه خپل حق كښې كولو له ناوړه هڅه كړې۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي چې راج ناتھ د ممبۍ ٬ پټھان كوټ ٬ ډھاكه او كابل چاؤدنو ذكر خو وكړو ولې د آرمی پبلک سکول پېښور ، باچا خان پوهنتون چارسدہ او پاکستان كښې كېدونكو نورو د ترهه ګرۍ كاروايو ذكر ئې ځكه ونكړو چې د ترهه ګرۍ ټوله ملبه په پاكستان واچوي۔ حریت آزاد کشمیر راج ناتھ سنګھ ته دا خبره په ګوته كړه چې بھګت سنګھ د برطانیه په نظر كښې ترهه ګر ؤ ولې د هند په نزد ده د اتل او شهيد درجه لرله۔ ځكه برهان شهيد هم د كشميريانو اتل او شهيد دے ولې چې ده هم هند څخه آزادۍ ترلاسه كولو د خپل ځان قرباني وركړې۔