د آئین د حد دننه پاتې كېدو سره وفاقي حكومت سره په ګډه كار كول غواړو۔

وزیراعظم محمد نواز شریف د سندھ ښه والي له د بشپړې مرستې باور راكړې۔د سندھ اعلې وزير مراد علي شاه وزيراعظم محمد نواز شريف سره ملاقات څخه وروستوخبريالانو سره خبرې

د آئین د حد دننه پاتې كېدو سره وفاقي حكومت سره په ګډه كار كول غواړو۔
 وزیراعظم محمد نواز شریف د سندھ ښه والي له د بشپړې مرستې باور راكړې۔د سندھ اعلې وزير مراد علي شاه وزيراعظم محمد نواز شريف سره ملاقات څخه وروستوخبريالانو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه د اولس خذمت خپله اولنۍ ترجيح ګرځولو سره وئيلي صوبه كښې به په خاص توګه د تعليم او روغتيا څانګو ښه كولو له هڅې كولې شي۔ د آئين د حد دننه پاتې كېدو سره وفاقي حكومت سره په ګډه كار كول غواړو۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف د سندھ ښه والي له د خپل اړخه د بشپړې مرستې باور راكړې۔

د رېنجرز مسئله په زړه پورې ډول هواره كړې شوې۔ د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې وزيراعظم محمد نواز شريف سره ملاقات څخه وروستو خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د سندھ د اعلی وزير په حېث دا زما وزيراعظم سره اولنے ملاقات ؤ۔ ما هغه څخه د هغه د روغتيا پوښتنه وكړه او صوبې ته په پېښو مسئلو مې ورسره خبرې وكړې۔ ده ووئيل وزيراعظم د مسئلو حل كولو كښې د بشپړ مرستې باور راكولو سره وئيلي بايد د دواړو ترمينځه مضبوط تړون وساتلې شي۔

ده ووئيل دا مهال سندھ يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے د دې حل له به هڅې كولې شي۔ ده ووئيل د رېنجرز مسئله په ښه ډول حل شوے۔ اعلی وزير ووئيل زه د خپل مشرتابه او د سندھ اولس مننه كوم كومو چې په ما د باور څرګندونه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب سيد مراد علي شاه ووئيل د خپل ګوند پالېسۍ ترمخه او د مشرتابه په سلا او لارښودنه به پرېكړې كوم۔