هيله لرو چې د سندھ نوې ټاكلې شوې وزیراعلیٰ به د اولس د هيلو او مېنډېټ له مخې دصوبې پرمختګ او بهترۍ له هڅې وكړي،

وفاقي حكومت به د سندھ اولس په ښه ډول خدمت له د صوبائي حكومت بشپړه مرسته كوي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علي شاہ سره ملاقات كښې خبرې

هيله لرو چې د سندھ نوې ټاكلې شوې وزیراعلیٰ به د اولس د هيلو او مېنډېټ له مخې دصوبې پرمختګ او بهترۍ له هڅې وكړي،
 وفاقي حكومت به د سندھ اولس په ښه ډول خدمت له د صوبائي حكومت بشپړه مرسته كوي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علي شاہ سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د دې هيلې څرګندونه كړې چې د سندھ نوې ټاكلې شوې وزیراعلیٰ به د اولس د هيلو او مېنډېټ له مخې د صوبې پرمختګ او بهترۍ له هڅې وكړي ٬ وفاقي حكومت به د سندھ اولس په ښه ډول خدمت له د صوبائي حكومت بشپړه مرسته كوي۔وزيراعظم دا خبرې د سندھ اعلٰی وزير سید مراد علي شاہ سره كړې چا چې د جمعې په ورځ ده سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات كړې۔

وزیراعظم مراد علي شاہ ته د سندھ په وزیراعلیٰ ټاكل كېدو مباركي وركړه او مراد علي شاه د وزیراعظم محمد نواز شریف د صحت پوښتنه وكړه۔ په دې موقع د سندھ پحقله په بېلا بېلو چارو او مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ د صوبې په مجموعي صورتحال او كراچۍ كښې د امن په وضعه هم خبرې وشوې۔ د سندھ وزیراعلیٰ ووئيل وزیراعظم تل زمونږ مرسته كړې او هيله لرو چې دا مرسته به سباٶن كښې هم ترلاسه كېږي۔

سید مراد علي شاہ د تھرکول په منصوبه د وزیراعظم د بشپړه مرستې ستائنه كولو سره ووئيل چې د وزيراعظم د ذاتي دلچسپۍ په سوب دا منصوبه پېل شوې او په دې لړ كښې د پرله پسې مرستې خوښي لرو۔ وزیراعلیٰ د پاك چین اقتصادي لارې عملي كولو پحقله د صوبائي حكومت د بشپړه مرستې باور وركړو۔سید مراد علی شاہ ځينې منصوبې په سي پېك كښې د شاملولو تجويز وړاندې كړو۔

په ځواب كښې ئې وزیراعظم ووئيل وفاق صوبائي حكومت سره دې او باور وركوٶ چې سي پېك كښې به د منصوبو په شاملولو په ښه ډول غور كولې شي ۔ سید مراد علی شاہ په ملاقات كښې د اوبو او برېښنا وزارت ځينې مسئلې پوته كړې او د دې په ځواب كښې وزیراعظم وزیر او سېكتر ته وزیراعلیٰ سره د ملاقات كولو او د مسئلو د هواري امر وكړو۔ وزیراعظم ووئيل چې زه په ټولو صوبو كښې د پرمختيائي كارونو د منصوبو په تندۍ سره بشپړېدو له اعلٰی وزيرانو او حكومتونو له حاضر يم ۔(وا/ګ ل/2028)