وزيراعظم محمد نواز شريف سره محمود خان اچكزي ملاقات وكړوپه ملاقات كښې په قومي چارو او سياسي معاملو خبرې وشوې

وزيراعظم محمد نواز شريف سره محمود خان اچكزي ملاقات وكړوپه ملاقات كښې په قومي چارو او سياسي معاملو خبرې وشوې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د بلوچستان اولس به په صوبه كښې د روانو لويو لويو پروژو څخه استفاده وكړي۔ ده دا خبره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ غړي محمود خان اچكزي سره د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې زمونږ د اجتماعي هڅو په نتيجه كښې بلوچستان مستحكم او پرامن دے۔ ده د هېواد ټولو برخو ته وده وركولو لپاره د حكومتي اېجنډې پخلې وكړو۔ په ملاقات كښې په مجموعي قومي چارو او سياسي معاملو خبرې وشوې٬ په ملاقات كښې د بلوچستان په اړه په پرمختيائي پروژو هم خبرې وشوې۔