نړيوالو تنظيمونو د حكومت اقتصادي پالېسې د هركلي وړ ګرځولې دي۔ سناتوره نجمه حميد

نړيوالو تنظيمونو د حكومت اقتصادي پالېسې د هركلي وړ ګرځولې دي۔ سناتوره نجمه حميد

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ سناتورې نجمه حميد وئيلي دي چې نړيوالو تنظيمونو د حكومت اقتصادي پالېسې د هركلي وړ ګرځولې دي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د مسلم ليګ﴿ن﴾ د حكومت د پالېسو په نتيجه كښې د هېواد معيشت ورځ په ورځ مخ په ښه كېدو دے او د دې خبرې ثبوت دا دے چې نړيوالو تنظيمونو د حكومت اقتصادي پالېسې د هركلي وړ ګرځولې دي۔

د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په اړه هغې ووئيل چې دا پروژه به پرمختګ لپاره ډېره مهمه ثابته شي او دې سره به د پاكستان پشمول د منطقې تقدير بدل شي۔ سناتورې نجمه حميد ووئيل چې بايد مخالفه ډلې د حكومت په اېجنډا په مثبت ډول تنقيد وكړي۔ هغې ووئيل چې د هېواد پرمختګ او د معيشت ودې لپاره بايد ټول سياسي ګوندونه حكومت سره په ګډه خپل كردار ترسره كړي۔