د ترهګرې خاتمې لپاره پاكستان او هند ته په ګډه د كار كولو ضرورت دے٬ امريكا د ترهګرې خاتمې لپاره د سارك پشان د مذاكراتي فورمونو ډاډګېرنه كوي٬

د پاكستان پوځ دترهګرو ځېنې محفوظ ځايونه تباه كړي دي۔ د امريكې د خارجه محكمې وياند مارك ټونرپرېس بريفنګ

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) امريكې وئيلي دي چې د ترهګرې خاتمې لپاره پاكستان او هند ته په ګډه د كار كولو ضرورت دے٬ امريكا د ترهګرې خاتمې لپاره د سارك پشان د مذاكراتي فورمونو ډاډګېرنه كوي٬ د پاكستان پوځ د ترهګرو ځېنې محفوظ ځايونه تباه كړي دي۔ دا خبرې د امريكې د خارجه محكمې وياند مارك ټونر د پريس بريفنګ په مهال وكړې۔ وياند ووئيل چې د ترهګرې خاتمې لپاره امريكا د سارك پشان د سيمه ايزې مكالمې ملاتړ كوي۔

ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د سارك د كورنيو چارو د وزيرانو د غونډې پشان فورمونه د پاكستان او هند ترمېنځه په اختلافي چارو خبرو لپاره ضروري دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې امريكا په دې خبره باور لري چې پاكستان د ترهګرې په ضد وړاندې هم اقدامات كړي دي او اوس ئې هم كوي۔ ده ووئيل چې پاكستان د ترهګرې په ضد ځاني قربانې هم وركړې دي او دا قربانې اوس هم وركوي۔ د كوليشن سپورټ فنډ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې دا د دفاع وزارت په اړه پوښتنه ده خو ده ووئيل چې د امريكې خارجه محكمه به د پاكستاني اولس ملاتړ جاري ساتي۔