هندي داخله وزير كشمير كښې رياستي ترهګري كړې۔ ده سارك كنفرنس كښې بايد پخپله دترهه ګرۍ غندنه كړې وې۔ سارك كنفرنس پرېښودل او بېرته تګ تنګ نظري ده۔ د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا فضل الرحمن ميډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا فضل الرحمن وئيلي دي هندي داخله وزير كشمير كښې رياستي ترهګري كړې۔ ده سارك كنفرنس كښې بايد پخپله د ترهه ګرۍ غندنه كړې وې۔ سارك كنفرنس پرېښودل او بېرته تګ تنګ نظري ده۔ ده د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل هند بايد سينه لويه كړې وه او زمونږ خبره ئې اورېدلې وه۔ دوئي خپل دليل هم وړاندې كولې شو۔ د سارك كنفرنس خپله يوه ايجنډا ده۔ هند بايد پام وكړي۔ ده ووئيل هند نړۍ كښې تر ټولو زيات د جمهوريت دعوېدار دے بايد د دومره ستر كېدو څرګندونه هم وكړي۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل هند نن هم هغه رويه لري كومه ئې چې پخوا لرله۔(وا/ض ض/ګ ل/2130)