د هند داخله وزير د سارك كنفرنس څخه تلل كوم فرق نه پرېباسي ۔ پاكستان په كشميري اولس روان بربريت زغملې نه شي

د هند داخله وزير د سارك كنفرنس څخه تلل كوم فرق نه پرېباسي ۔ پاكستان په كشميري اولس روان بربريت زغملې نه شي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېر علي وئيلي دي د هند داخله وزير سارك كنفرنس څخه تلل كوم فرق نه پرېباسي ۔ پاكستان په كشميري اولس روان بربريت زغملې شي۔ د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان به په كشميريانو روان د هند بربريت نه زغمي څنګه چې نن د مقبوضه كشمير په اړه وفاقي وزير خپل غبرګون څرګند كړے ٬د دې نه به هم زيات غبرګون څرګندوو۔

دوهم وزير ووئيل تر كومې چې د كشمير مسئله هواره شوې نه وي او كشميري اولس له د آزادي حق وركړے شوے نه وي پاكستان به د خپلو كشميريانو وروڼو ملاتړ جاري ساتي۔ ده ووئيل په بې وزله كشميريانو د هند زور او زياتې نړۍ ته د ښودلو ذمه واري پاكستان ترسره كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پارلماني ګوند په غونډه كښې نن په وزيراعظم د بشپړه باور څرګندونه شوې۔ په ګوند كښې دننه په جمهوري ډول تنقيد كول د جمهوريت حسن دے۔ ده ووئېل زمونږ په ګوند كښې لارښود د پارلماني غړيو خبرې اوري۔ (وا/ض ض/ګ ل/2130)