د يوې بلې دهرنې اراده لرونكو سياسي ګوندونو له به اوس هم څه په لاس ورنشي٬په بې ځايه چغو سورو اولس بې لارې كېدې نه شي٬

شعور لرونكې اولس ته معلومه ده چې څوك پرمختګ او څوك د اړي ګړي سياست كوي٬په سياست كښې كميابې په دهرنو نه په كاركردګۍ ترلاسه كېږي٬د پرمختګ سياست د پاكستان مسلم ليګ(ن)رېكارډ دے٬مونږ د نن سره سره د سباؤن روښانه كولو عزم لرو۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ(ن)پارلماني ګوند غونډې ته خطاب

د يوې بلې دهرنې اراده لرونكو سياسي ګوندونو له به اوس هم څه په لاس ورنشي٬په بې ځايه چغو سورو اولس بې لارې كېدې نه شي٬
شعور لرونكې اولس ته معلومه ده چې څوك پرمختګ او څوك د اړي ګړي سياست كوي٬په سياست كښې كميابې په دهرنو نه په كاركردګۍ ترلاسه كېږي٬د پرمختګ سياست د پاكستان مسلم ليګ(ن)رېكارډ دے٬مونږ د نن سره سره د سباؤن روښانه كولو عزم لرو۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ(ن)پارلماني ګوند غونډې ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د يوې بلې دهرنې اراده لرونكو سياسي ګوندونو له به اوس هم څه په لاس ورنشي ٬په بې ځايه چغو سورو د پاكستان اولس بې لارې كېدې نه شي٬شعور لرونكې اولس ته معلومه ده چې څوك پرمختګ او څوك د اړي ګړي سياست كوي٬په سياست كښې كاميابي په دهرنو نه په كاركردګۍ ترلاسه كېږي٬د پرمختګ سياست د پاكستان مسلم ليګ(ن)رېكارډ دے٬مونږ د نن سره سره د سباؤن روښانه كولو هم عزم لرو۔

ده دا خبره د زيارت په ورځ د پاكستان مسلم ليګ(ن)پارلماني ګوند غونډې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔غونډه كښې د كابينې غړو٬سناتورانو٬د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړيو او د سلاحكارو پشمول د مسلم ليګ(ن لارښودو ګډون وكړو۔غونډې ته په راتګ ګډون كونكو په ميزونو ډبولو د وزيراعظم هركلے وكړو دغسې وزيراعظم په لندن كښې د زړه د سر جرې نه وړاندې او د دې نه پس د ښه صحت لپاره په دعاګانو غوښتو د ټولو مننه وكړه۔

وزيراعظم ووئيل اولس شعور لري هغوي ته معلومه ده چې څوك د پرمختګ سياست كوي او څوك د اړي ګړي۔ده ووئيل په سياست كښې كاميابي په دهرنو نه په كاركردګۍ ترلاسه كېږي۔ده ووئيل مخالفو ټولو ګوندونو آزاد كشمير كښې د ټاكنو كمپائن په مهال د حكومت په ضد ناوړه ټكي كارولي خو اولس د ټاكنو نتيجو په صورت د هغې ځواب وركړے شوے ۔د آزاد كشمير په ټاكنو كښې كاميابي يوه تاريخي كاميابي ده۔

وزيراعظم ووئيل 2013 ټول ټاكنو كښې اولس مونږ ټاكلي يو٬د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې ٬د لوكل بارډيز ټاكنو كښې٬د كنټونمنټ بورډ په ټاكنو او اوس د آزاد كشمير په ټاكنو كښې اولس پھ مونږ د باور څرګندونه كړې٬په كوم چې مونږ د لويې څښتن مننه كوو۔ده اولس له باور وركړو چې حكومت به د خپلې پاتې مودې په مهال شوي خپل ټول لوظونه پوره كوي۔ده په پارلماني غړيو زور راوړو چې پرمختيائي كارونه تند كړي۔

۔ده ووئيل د ځينې كسانو ډنډورو باوجود حكومت معيشت پھ سم پلو روان كړې۔ده ووئيل د معيشت ښه والي خبره زه نه بلكې مالياتي ادارې او ريټنګ ايجنسۍ كوي۔وزيراعظم ووئيل په 2013 كښې پاكستان ډيفالټ كېدو ته نزدې وو٬نن پاكستان يو ښه معيشت جوړ شوې٬سږ كال مونږ د آئي اېم اېف پروګرام ختموو۔ وزيراعظم ووئېل د لوے څښتن په فضل نن مونږ په خپلو پښو ودرېدلې يو۔

وزيراعظم ووئيل كومو سرمايه كارو چې په تېر وخت كښې د پاكستان څخه خپله سرمايه ويستله هغه نن پخپله پاكستان كښې سرمايه كارۍ كوي او نور هم دې پلو راغب كوي۔وزيراعظم ووئيل نن په هېواد كښې د متبادل توان ذريعو څخه چلېدونكې د برېښنا كارخانې په كم لګښت لګولې كېږي۔ده ووئيل د چين كمپنو لخوا جوړېدونكې دوه پاور پلانټس به 6 نه تر 8 مياشتو بشپړ شي۔

په اېل اېن جي چلېدونكي دوه بجلي ګهرې هم جوړوو او حكومت په وخت د پروژو بشپړولو له لوظي دے۔ده ووئيل حكومت د دغه بجلي ګهرو څخه 100 اربه روپۍ بچت كړې۔وزيراعظم ووئيل ما وړاندې هم وئېلي او بيا يې هم وايم بايد پروېز مشرف قامي اسمبلۍ ته راوبللې شي د هغه احتساب وشي او د هغه څخه پوښتنه وشي چې هغه د توان بحران حل كولو ته ولې پام نه دې كړې۔ده د توان بحران حل له د حكومتي اقداماتو ذكر كولو سره ووئيل د توان حاجت پوره كولو نه ځانله حكومت د سكرو او نور متبادل توان ذريعې هم كاروي٬په وړومبي ځل د تهر د سكرو پنګې د برېښنا پېداوار لپاره كارولې شي۔

ده ووئيل دا ټول وړاندې پكار وو خو تېر حكومت هم دې ته پام نه دې كړې۔ده ووئيل وګړي په تياره كښې ساتلې شوي٬مونږ د لوے څښتن په فضل اولس د تيارو څخه ويستې او رڼا ته مو مخ كړے۔وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوي۔په دې لړ كښې د پاك پوځ كردار د ستائنې وړ دے۔ده وسله والو ځواكونو٬پوليس او وګړيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې د ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ وركړي دي۔

ده ووئيل مونږ له به د انتها خوښۍ سوچ ختمول وي۔وزيراعظم ووئيل معاشي پرمختګ او امن يو بل سره تړلې دي۔ده ووئيل په كراچۍ كښې د امن بحالۍ نه پس سرمايه كار ښار ته راځي۔ده ووئيل وفاقي حكومت٬لاهور٬پېنډۍ٬ملتان او اسلام آباد كښې د مېټرو بس سروس پشان كراچۍ كښې ګرين لائن بس سروس معرفي كوي۔وفاقي حكومت په كراچۍ كښې د اوبو وركولو پروژو له هم سرمايه كاري كوي٬داسې پروژې د صوبائي حكومت ذمه واري وي۔

ده ووئيل پھ بلوچستان كښې صورتحال ښه شوې او ترهه ګر تښتي٬د سيمه ايزو رابطو حكومتي وژن رامخې ته كولو سره وزيراعظم ووئيل ګوادر به د موټروېز نېټ ورك د لارې ټول هېواد او مينځني آسيا سره تړلې شي۔ده ووئيل د 46 ارب ډالر ماليت د پاك چين اقتصادي راهداري يوه تاريخي پروژه ده٬دې پروژې سره به د پاكستان او سيمې تقدير بدل شي٬دا منصوبه د چين د اړخه د پاكستان لپاره يوه ډالۍ ده۔

ده ووئيل افسوس په دې خبره چې ځينې وګړو د چينائي اولس مشر د پاكستان په دوره كښې خنډان راولاړ كړي وو۔ده ووئيل پھ دغه وجه د چينائي اولس مشر دوره ځنډېدلې وه۔وزيراعظم ووئيل د چين اولس مشر ما ته پخپله وئېلي وو چې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه د چين د اړخه ستاسو لپاره ډالۍ ده۔ده ووئيل زمونږ مقصد اقتدار نه٬د اولس خدمت او د پاكستان پرمختګ او څوكالي ده۔

ده ووئيل مسلم ليګ(ن)چرې هم پھ هېواد كښې د عدم استحكام پېدا كولو هڅه نه ده كړې٬زمونږ ګوند په تېر وخت كښې د عدليې بحالۍ له لانګ مارچ كړې وو٬د غونډې ګډون كونكو وزيراعظم له د كوټلي پرمختګ اهدافو په اړه پريزنټېشن هم وركړو۔ د كوم مقصد چې اولسي رابطو ته وده وركول او په پارلمان كښې د نمائندګانود لارې په ځايې كچه پرمختيائي پروژې مخ په وړاندې بوتلل دي۔

د پارلماني ګوند غونډې په مهال غړو وزيراعظم پھ خپلو سيمو كښې د مسئلو نه خبرو كړو۔وزيراعظم د مسئلو حل له امر وكړو۔وزيراعظم غړي د راروانو دوو كلونو په مهال د پرمختيائي او اولسي ښېګړی پروژو پروګرام نه هم خبر كړه۔وزيراعظم غړو ته ووئيل پرمختيائي پروژو بشپړولو په مهال ټاكل شوي بلدياتي نمائندګانو او اولس سره پرله پسې رابطه وساتي۔)ص ف/ض ض/وس/2018)