د احسن اقبال په مشرۍ كښې د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ غونډه د اوبو پانګو ٬د مواصلاتو ٬ سپورټس ٬ لوړو زده كړو او فزيكل پلاننګ پحقله د اربونوروپو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې شوه

د احسن اقبال په مشرۍ كښې د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ غونډه د اوبو پانګو ٬د مواصلاتو ٬ سپورټس ٬ لوړو زده كړو او فزيكل پلاننګ پحقله د اربونوروپو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې شوه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د اوبو پانګو ٬د مواصلاتو ٬ سپورټس ٬ لوړو زده كړو او فزيكل پلاننګ پحقله د اربونو روپو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې شوې٬ په ضلع لاړكانه كښې د بند جوړولو د منصوبې هم منظوري وركړې شوه۔

په غونډه كښې د ضلع ګهوټكي په قادر پور سيمه كښې د 30 كروړه روپو په لګښت د منصوبې هم منظوري روكړې شوه ٬ د ناله ډېك چېنلائزېشن له د پوزيشن پېپر منظوري وركړې شوه٬ دې منصوبې سره به د سېلاب اوبه راوي درياب ته په غورځولو كښې مرسته وشي۔غونډه كښې په بلوچستان كښې د سل كوچنو بندونو جوړولو لپاره د 8 اربه 52 كروړه روپو د منصوبې منظوري وركړې شوه چې له مخې به ئې 175000 اے اېف اوبه ذخيره كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔

غونډه كښې د لاهور نه تر سيالكوټ د 88 كلوميټره موټروے جوړولو منصوبه اېكنك ته ريفر كړې شوه چې ورسره به د لوبو او سرحيكل انډسټرۍ ته وده ترلاسه شي ۔غونډه كښې كراچۍ كښې د بس رپېډ ټرانزټ منصوبې پوزيشن پېپر او آزاد كشمير كښې په باغ كښې د مېرمنو پوهنتون جوړولو له د 886 مېليونه منصوبې منظوري وركړې شوه ٬ د پېښور پوهنتون تعليمي معيار ښه كولو له د 820 مېليونه روپو د منصوبې هم منظوري وركړه شوه ۔

ملتان كښې د بهاؤالدین ذکریا پوهنتون د بائيو ټېكنالونجي انسټي ټيوټ بهترۍ له د 588 مېليونه روپو د منصوبې هم منظوري وركړې شوې ۔ دغسې د بلوچستان یونیورسټي آف انفارمېشن ټېکنالوجي انجنئرنګ اېنډ مېنجمنټ سائنس كښې جديد تعليمي اسانيو لپاره د يو نيم اربه روپو د پروژې هم منظوري وركړې شوه ۔د پاکستان په هره ضلع كښې د پوهنتون كېمپس جوړولو له د د 4 اربه 58 كروړه روپو د منصوبې هم منظوري وركړې شوې دې پروژې څخه به ځوانانو ته خپله ضلع كښې د تعليم آسانۍ ترلاسه شي۔ د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ غونډه كښې د لاهور يونيورسټي آف انجينئرنګ اېنډ ټېكنالوجي كښې د اسانيو وركړې له د منصوبې هم منظوري وركړې شوې۔(وا/م ع/ګ ل/1929)