پاکستان د طالبانو په كومه هم ډله كښې خوښي نه لري۔ د ټولو ترهګر ډلو په ضد د كوم فرق نه غېر كاروائي روانه ده۔ پاکستان د ترهګرۍ په جنګ كښې تر ټولو زيات قيمت ادا كړے۔

كشمير د هند كورنۍ نه بلكې متنازعه معامله ده۔ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو كښې به د كشميري اولس د هڅو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتو۔ د خارجه دفتر وياندمحمد نفيس زكريا خبري كنفرنس

پاکستان د طالبانو په كومه هم ډله كښې خوښي نه لري۔ د ټولو ترهګر ډلو په ضد د كوم فرق نه غېر كاروائي روانه ده۔ پاکستان د ترهګرۍ په جنګ كښې تر ټولو زيات قيمت ادا كړے۔
 كشمير د هند كورنۍ نه بلكې متنازعه معامله ده۔ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو كښې به د كشميري اولس د هڅو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتو۔ د خارجه دفتر وياندمحمد نفيس زكريا خبري كنفرنس

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) پاكستان دا خبره په ډاګه كړې چې هغه د طالبانو په كومه هم ډله كښې خوښي نه لري او د ټولو ترهګرو ډلو په ضد د كوم فرق نه غېر كاروائي روانه ده۔ د ضرب عضب عملياتو سره مو قبائیلی سيمو كښې د ترهه ګرو آخري پټ ځايونه كاميابۍ سره تباه كړي۔ پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د كوم هم هېواد نه زيات قيمت ادا كړے۔

كشمير د هند كورنۍ نه بلكې متنازعه معامله ده۔ پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د دوئ د هڅو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ جاري ساتي۔ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د زيارت په ورځ د پرېس بريفېنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل چې پاكستان د ټولو ترهګرو ډلو په ضد د كوم فرق نه غېر كاروائي كوي۔ د پېنټاګان لخوا د پاكستان د 300 ملین ډالرو پوځي مرستې بندولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د كوم هم هېواد نه زيات قيمت ادا كړے۔

د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د 6 زره سېكورټي اهلكارو په شمول د 60 زره قيمتي ځانونو قرباني وركړې۔ وياند ووئيل پاكستان د طالبانو په كومه هم ډله كښې خوښي نه لري۔ مونږ د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ نوغې ويستلو له ټولو هېوادونو سره مرسته كوؤ۔ د ضرب عضب عملياتو سره مو قبائیلی سيمو كښې د ترهه ګرو آخري پټ ځايونه كاميابۍ سره تباه كړي۔ وياند ووئيل پاكستان د تحريك طالبان په شمول د ټولو ترهګر ډلو په ضد يو ډول كاروائي كوي۔

تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پی)د افغانستان خاورې څخه په پاكستان د بريدونو په منصوبه بندۍ كښې ككړ دے۔ د امريكا لخوا په جماع الاحرار د بندېز په اړه وياند ووئيل پاكستان دې پرېكړې ته هركلې وائي۔ پاكستان د ډېرې مودې راهېسې د جماعت الاحرار او تحريك طالبان په شمول د ترهه ګر ډلو په ضد د ګامونو په پورته كولو زور راوړے۔ د پاك افغان بارډر منېجمنټ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د دې بنيادي مقصد د دواړو اړخونو تګ راتګ باضابطه جوړول او د ترهه ګرو مخنيوې كول دي۔

دواړه هېوادونه د بارډر معاملاتو حل كولو له تګلار وضع كولو ته سلا شوي دي۔ وياند ووئيل طورخم كښې د باب پاكستان ګېټ په جوړولو د افغانستان په رد عمل حېران شوې۔ وياند په ډاګه كړه چې د دې ګېټ جوړولو په اړه د پاكستان او افغانستان ترمينځه كومه لوظنامه شوې نه وه۔ پاكستان د خپل حد دننه دا ګېټ جوړ كړے۔ د پاك ترك اړيكو به اړه وياند ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د معيشت او تجارت په شمول ټولو څانګو كښې په زړه پورې او پخوانۍ اړيكې لري۔ تركيې ټول عمر د پاكستان ملګرتيا كړې۔ (وا/م ع/ګ ل/1929)