پاکستان ته نن د خوندې او مستحكمه پاكستان په توګه كتلې شي٬ قام د خپلو صلاحيتونو په زور نړيوالو قامونو كښې د باوقاره مقام ترلاسه كولو په لوري روان دے ۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د پوليس شهيدانو ورځې په مهال پېغام

پاکستان ته نن د خوندې او مستحكمه پاكستان په توګه كتلې شي٬ قام د خپلو صلاحيتونو په زور نړيوالو قامونو كښې د باوقاره مقام ترلاسه كولو په لوري روان دے ۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د پوليس شهيدانو ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان ته نن د محفوظه او مستحكمه پاكستان په توګه كتلې شي٬ پاكستانې قام د خپلو ډېرو صلاحيتونو په زور نړيوالو قامونو كښې د باوقاره مقام تر لاسه كولو په لوري روان دے۔ وزيراعظم دا خبرې د پوليس شهيدانو ورځ په موقع پېغام كښې وكړې۔ وزیراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ زمونږ د كلك عزم څرګندونه ده۔

دې سره به خپلې خاورې نه د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ لعنت نوغې اويستلې شي۔ ده ووئيل د قانون نافذ كوٶنكو ادارو په دې جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړې۔ وزیراعظم د پوليس شهيدانو ورځ په مهال پوليس اهلكارو ته د بهادرۍ په خدماتو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل دا د نه هېرولو وړ قربانۍ زمونږ نوي كول لپاره بې شكه د سوله ايز پاكستان ضامنت دي٬ ټول قام شهيدانو او د ھغوي كورنيو ته سلام كوي كومه چې زمونږ ټولو لپاره د وياړ او عزت خبره ده ۔

وزيراعظم ووئيل دا ورځ مونږ ته د خپلو اتلانو د قربانيو يادګېرنه كوي چا چې پخپله وېنه د جرات او قربانۍ روښانه تاريخ رقم كړې ۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل مېړنو ځامونو چا چې د قام سباٶن له خپل نن قربان كړې٬ زمونږ محسنان دي٬ د دې شهيدانو مقدسه وينه به د خوږ هېواد تحفظ او د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له زمونږ عزم ژوندې ساتي۔ وزیراعظم ووئيل د پوليسو شهيدانو كورنۍ هم قامي مقصد لپاره په ځانګړو قربانيو وړاندې كولو كښې زمونږ د تحسين او احترام مستحقې دي۔(وا/ض ض/ګ ل/1805)