اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29مارچ2017ء) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي پاکستان بحرېن خپل نزدې ملګرے او باوري شراكت دار ګڼي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكې اړيكې په شتريك تاريخ٬ كلتور روابطو او په اولسي كچه د رابطو څخه عبارت دي ۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د بحرېن د صنعت ٬ تجارت او سېلګرۍ وزير زېد آر الزياني سره ملاقات كښې كړې چا چې د خپل پلاوي سره وزيراعظم سره ملاقات كولو۔
د بحرېن په پلاوي كښې شېخ حمد بن سلمان الخلیفه بدر فرید ‘ عبدالرحمن عیسیٰ السعد ‘ سید هشان الوائی سلمان الساکن او د بحرېن نور چارواكي شامل وو۔ وزیراعظم د پاكستان او بحرېن د كاروباري موقعو په دوېم كنفرنس كښې د بحرېن د فعاله ګډون ستائنه كولو سره د بحرېن پلاوي ته پاكستان كښې د تجارت او سېلګرۍ په اړه د سرمايه كارۍ د موخو لټولو بلنه وركړه۔
ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اقتصادي مېدان كښې مرستې سره به د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل بحرېن كښې پاكستانيان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د انساني پل كردار لوبوي او د دواړو هېوادونو په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي ۔ وزیراعظم د باچا حمد بن عیسیٰ الخلیفه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔
د بحرین تجارت وزير د باچا حمد بن عیسیٰ الخلیفه لخوا وزیراعظم لپاره د نېكو هيلو پېغام رسولو سره ووئيل زه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي رابطو پراختيا له د خاص مېنډيټ سره راغلې يم۔ ھغه د پاکستان سفیر په حېث د جاوېد ملك د كردار ستائنه كولو سره د اقتصادي سفارتكارۍ په اړه د ھغه د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د خزانې وزیر اسحاق ډار ‘ د تجارت وزیر خرم دستګیر خان ‘ بحرېن كښې د پاکستان سفیر جاوېد ملك او نور سينئر چارواكي موجود وو۔