كوئټه(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) فرنټيئر كور بلوچستان او حساس ادارو د كوئټه په كشمير آباد سيمه كښې د كارروائې په مهال 5 شكمن كسان نيولي دي او د نيول شويو كسانو څخه وسله هم ترلاسه كړې شوې۔ د اېف سي وياند له مخې د زيارت په ورځ د كوئټه په كشمير آباد سيمه كښې فرنټئير كور بلوچستان او حساس ادارو شريكه كارروائي كولو سره 5 شكمن كسان نيولي دي او د دوي څخه ئې په لويه اندازه وسله هم ترلاسه كړې۔ نيول شوي شكمن كسان پوليسو ته سپارل شوي دي او پوليسو په دې لړ كښې پلټنې پېل كړې دي۔
فرنټيئر كور بلوچستان او حساس ادارو د كوئټه په كشمير آباد سيمه كښې د كارروائې په مهال 5 شكمن كسان ونيول٬ د نيول شويو كسانو څخه وسله هم ترلاسه كړې شوې۔ د اېف سي وياند
9 کال لومړی
