د شپږمې سر شمېرې اولني پړاؤ دوهم بلاك به د جمعې په ورځ پېل شي

د شپږمې سر شمېرې اولني پړاؤ دوهم بلاك به د جمعې په ورځ پېل شي

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 29مارچ2017ء) د شپږمې سر شمېرې اولني پړاؤ دوهم بلاك د جمعې په ورځ پېل كيږي كوم به چې د راروانې مياشتې تر 13 تاريخ بشپړ شي۔ د رېډيو پاكستان ترمخه په دې پړاؤ كښی به د خېبر پختونخوا په 6 زره 4 سوه 45 ‘ د فاټا يو سل 25‘ د پنجاب 20 زره‘ 188 ٬ د سندھ 9 زره 81 ‘ د بلوچستان 2 زره 8 سوه 14، د آزاد کشمیر 1 زر 2 سوه 22 او د ګلګت بلتستان په 3 سوه 60 بلاک كښې د سر شمېرې عمل د جمعې ورځې څخه پېل شي كوم به چې 3 ورځې دوام لري۔ د سر شمېرې اړه شكايتونو لپاره اسلام آباد كښې د شمارياتو ادارو كښې يو كنټرول روم جوړ كړې شوې۔ كوم سره چې په 0800-57574 وېړيا رابطه كېدې شي۔ د سر شمېرې په اړه تر دې دمه 14 سوه شكايتونه ترلاسه شوي دي كوم چې ختم كړې شوي دي۔