اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) داخله وزير چوهدري نثار علي خان د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د سارك داخله وزيرانو كنفرنس په موقع مدلل او څرګند موقف كښې وئېلي دي د آزادۍ هلې ځلې او ترهه ګري ښكاره فرق لري۔د سارك داخله وزيرانو كنفرنس ته خپل خطاب كښې داخله وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل په بې ګناه ماشومانو او وګړيو تشدد كول د ترهه ګرۍ په زمره كښې راځي۔
پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوښت دے۔ده ووئيل ډهاكه٬كابل او د پټهان كوټ پشان پاكستان كښې ځينې پیښې رامخې ته شوي چې پكښې قيمتي ځاني زيان شوې۔ ده ووئېل د تورونو سياست د تېرو 6 لسيزو راهسې روان دے ۔ده ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره امن ناكه اړيكې غواړي٬د ترهه ګرۍ ټولې پېښې د غندنې وړ دي۔ وفاقې وزير ووئېل پاكستان كښې د آرمي پبلك سكول٬چارسدې پوهنتون او د لاهور پېښې غوندې لويې پېښې رامخې ته شوي دي۔ ده ووئېل په تورونو لګولو هېڅ نه ترلاسه كېږي۔وخت راغلے چې ټولې چارې د خبرو اترو د لارې هوارې كړی شي۔