حسن ابدال سره نزدې په ټرافيكي پېښه كښې 18 تنه ژوبل شوي

حسن ابدال سره نزدې په ټرافيكي پېښه كښې 18 تنه ژوبل شوي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) حسن ابدال سره نزدې په ټرافيكي پېښه كښې 18 تنه ژوبل شوي دي۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د مانسهرې نه پېنډې ته تلونكې د مسافر ګاډې حسن ابدال سره نزدې د پل نه پرېوتو۔ په پېښه كښې د دريو ماشومانو او د دوه مېرمنو پشمول 18 تنه ژوبل شوي دي۔ د ريسكيو ذريعو له مخې ژوبل شوي كسان د حسن ابدال پي او اېف روغتون ته رسول شوي دي چرته چې د دريو كسانو حالت اندېښمن ښودل شوے۔