پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كول غواړي۔ نفيس ذكريا

پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كول غواړي۔ نفيس ذكريا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كول غواړي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان او هند ترمېنځه د ټولو نه مهمه مسئله د كشمير ده او بايد دا زر حل كړې شي۔ ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشمير د كشميريانو پېدائشي حق دے او بايد دوي ته د خپلواكې حق وركړې شي۔

د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين ستراتېژيكي شركت بنيادي اهميت لري او دا لاره د غوره خارجه پالېسې نتيجه ده۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين دې لارې سره به د پاكستان پشمول د منطقې په هېوادونو كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستل شي۔