د خېبرپښتونخوا حكومت او چائنه كمپنۍ ترمينځه د سركولر رېلوے په پروژه سلا راغله د لوظ نامې ترمخه به پېښور٬مردان٬نوښار او چارسدې ترمينځه رېلوے سروس پېل كولې شي

د خېبرپښتونخوا حكومت او چائنه كمپنۍ ترمينځه د سركولر رېلوے په پروژه سلا راغله د لوظ نامې ترمخه به پېښور٬مردان٬نوښار او چارسدې ترمينځه رېلوے سروس پېل كولې شي

پېښور(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د خېبرپښتنخوا حكومت او چائنا كميونيكېشن اينډ كنسټركشن كمپني لمېټډ د 1.6 بلينه ډالرو ماليت په سركولر رېلوے پروژه پېل كولو سلا شوي دي چې ترمخه به ئې د پېښور٬مردان٬نوښار او چارسدې ترمينځه رېلوے سروس چلولې شي او سباؤن كښې به تر صوابۍ پراختيا وركولې شي۔پېښور څخه تر اسلام آباد يو تند رفتاره سروس پېل كول ګنجائش هم لري۔

دا سلا په چيف منسټر پېښور سېكرټرېټ كښې راغلې ده ۔په دې لړ كښې خېبرپښتونخوا كښې د ضلعو ترمينځه د پروژې په اړه د حكومت او چائنه كميونكېشن اينډ كنسټركشن كمپنۍ ترمينځه د مفاهم په يو يادښت لاس ليك شوې۔د وزيراعلٰی د ټرانسپورټ معاون ملك شاه محمد وزير او د چائنه كمپنۍ كنټري ډائرېكټر وائنګ ايګژاؤپنګ پېښور كښې په اېم او يو رسمي لاس ليك كړے۔

په دې مهال نور چارواكي هم موجود وو۔د مفاهم ترمخه چائنه كمپني به د ډيزائن جوړولو ٬د خرڅ اندازه لګولو پشمول يو امكاناتي راپور جوړولو سره يادې شوې پروژې له عملي شكل وركولو له د صوبائي حكومت تكنيكي او مالياتي مرسته كوي دغسې په دې لړ كښې به د خېبرپښتونخوا حكومت د پرمټس او د زمكو حقونو پشمول نورې ضروري اجازې ترلاسه كوي دغسې چې كمپنۍ فيزبلټي راپور بشپړ كړي۔ياد شوې ټرين به 220 كلوميټره مزل په يوه ساعت كښې كوي او دا پرژه په ښاريزو سيمو كښې د ټرانسپورټ معاملاتو د منظم كولو برخه ده۔