وزيراعظم بايد د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړي۔ د سارك كنفرنس كښې دې مقبوضه كشمير كښې د هند په رياستي ترهګرۍ بحث وكړې شي۔

رېنجرز ته ټول سندھكښې بايد د جرائم پېشه عناصرو په ضد د عملياتو اجازه وركړې شي۔ د قامي وطن ګوندمشر او د قامي اسمبلۍ غړي آفتاب احمد خان شېرپاؤ ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د قامي وطن ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي آفتاب احمد خان وئيلي دي وزيراعظم بايد د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړي۔ د سارك كنفرنس ايجنډا كښې دې مقبوضه كشمير كښې د هند په رياستي ترهګرۍ بحث وكړې شي۔ رېنجرز ته ټول سندھ كښې بايد د جرائم پېشه عناصرو په ضد د عملياتو كولو اجازه وركړې شي۔ د شورؤ په ورځ د پارلېمنټ هاؤس مخې ته ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د كشمير مسئله بايد په نړيواله كچه پورته كړې شي۔

ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د بې وزله اولس په ضد د رياستي ترهه ګرۍ ارتكاب كړے او بې ګناه كسان ئې شهيدان كړي۔ ده ووئېل د بشري حقونو نړيوالې ادارې غلي دي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو له بايد د ټولو وفاقي وزيرانو بيان يو رنګ وي۔ آفتاب احمد شېرپاؤ ووئيل د سارك هېوادونو كنفرنس سرخط د ترهه ګرۍ خاتمه ده۔ ولې هند مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس رياستي ترهه ګرۍ كښې ككړ دے۔ له دې كبله دې كنفرنس كښې په دې ايجنډا هم خبره وكړي(وا/ض ض/ګ ل)۔