پاکستان د كال 2030 لپاره د ښه پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو عزم لري٬ او دغه په قامي پرمختيائي اېجنډا كښې د شاملولو نه پس قامي اسمبلۍ كښې قرارداد منظورونكې دنړۍ وړومبې هېواد دےد زاهد حامد ښه كنزمپشن اېنډ پروډكشن لپاره د ګول مېز پرانستې غونډې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي پاکستان د كال 2030 لپاره د ښه پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو عزم لري٬ او دغه په قامي پرمختيائي اېجنډا كښې د شاملولو پحقله قامي اسمبلۍ كښې قرارداد منظورونكې د نړۍ وړومبې هېواد جوړ شوے٬ وزیراعظم به د ګرین پاکستان پروګرام زر پېل كړي چې له مخې به ئې په 5 كالو كښې لس كروړه بوټي نالولې شي۔

زاهد حامد ښه كنزمپشن اېنډ پروډكشن لپاره د ګول مېز پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د فرورۍ په 19مه نيټه منظور شوې دا قرارداد نه يوازې ښه پرمختيائي هدفونو له د سياسي مرستې څرګندونه كوي بلكې دا عكاسي هم كوي چه ښه پرمختيائي هدفونه اوس د پاكستان پرمختيائي اېجنډا ده۔ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف تېر كال د ملګرو ملتونو په غونډه كښې دې خبرې ته اشاره كړې وه چې د نړيوالو پرمختيائي هدفونو اېجنډا د پاكستان په وژن 2025 كښې شامله ده كومه چې د هېواد د ضرورتونو او ترجيحاتو عكاسه ده۔

ده ووئيل وزیراعظم به ګرین پاکستان پروګرام زر پېل كړي چې له مخې به ئې په 5 كالو كښې لس كروړه بوټي نالولې شي چې ورسره به نه يوازې ځنګلونه زيات شي بلكې هېواد كښې به د نړيوال معيار ځنګلي ځناورو تحفظ هم باوري شي ۔(وا/ض ض/ګ ل)