چيف الېكشن كمشنر د وزيراعظم محمد نواز شريف د نااهلۍ په خواست اورېدنه تر 17اګست وځنډوله پاكستان پيپلز ګوند٬تحريك انصاف٬عوامي مسلم ليګ او د پاكستان عوامي تحريك نه د نوازشريف او نورو په ضد د پانامه ليكس دستاويزي ثبوت وغوښتلې شوټولو ګوندونو د الېكشن كميسون په وړاندې ومنله چې د وزيراعظم محمد نواز شريف نامه په پاناما پیپرز كښې نشته ٬

دغو ګوندونو د ثبوت په توګه كوم يو كاغذ هم وړاندې نه كړو٬مخالف ګوندونه د پانامه ليكس پھ اړه معلومات نه لري٬د مريم نواز د ټي وي بيان دوزيراعظم سره تړل سم نه دي۔دانيال عزيز٬ محمد زبېر او د وزيراعظم خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) چيف الېكشن كمشنر د وزيراعظم محمد نواز شريف د نااهلۍ په خواست اورېنه تر 17 اګست ځنډولو سره د پاكستان پيپلز ګوند٬تحريك انصاف٬عوامي مسلم ليګ او د پاكستان عوامي تحريك څخه د نواز شريف او نورو په ضد د پانامه ليكس دستاويزي ثبوت غوښتې دې ۔د شورو پھ ورځ چيف الېكشن كمشنر په مشرۍ كښې پنځه كسيزه بېنچ د پيپلز ګوند٬عوامي مسلم ليګ او عوامي تحريك لخوا د وزيراعظم نواز شريف په آرټيكل 62 او 63 نه پوره كېدو د نااهلۍ د دائر شوي خواست سماعت وكړو۔

د پيپلز ګوند لطيف كهوسه٬د پاكستان عوامي تحريك چوهدري اشتياق٬د پي ټي آئي او شېخ رشيد لخوا آنيس هاشمي وړاندې شو۔د سماعت په مهال چيف الېكشن كمشنر ووئيل بايد د ماډل ټاؤن پېښه پانامه ريفرنس څخه جلا وساتلې شي۔ده د پاكستان عوامي تحريك د وكيل موقف رد كړو۔چيف الېكشن كمشنر ووئيل پھ عدالت كښې د زيرالتوا كاروائۍ نه وړاندې الېكشن كمېشن مدعه عليه نااهل ګرځولې نه شي۔

د دې نه پس د الېكشن كميسون نه بهر مېډيا سره خپلو خبرو كښې د مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز٬د نجكارۍ كميسون چيئرمېن محمد زبېر او د وزيراعظم خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله مېډيا سره خپلو خبرو كښې ووئيل نن مونږ د څلورو ګوندونو د اړخه الېكشن كميسون كښې د وزيراعظم نااهلۍ په اړه پھ دائر شوي خواست د هغوي دلائل اورېدلو له راغلي وو خو ټولو ګوندونو د الېكشن كميسون په وړاندې ومنله چې د وزيراعظم محمد نواز شريف نامه پاناما پیپرز كښې نشته او دغو ګوندونو د ثبوت په توګه كوم يو كاغذ هم وړاندې نه كړو٬ دوي ووئېل اپوزيشن د پانامه ليكس پھ اړه معلومات نه لري٬د مريم نواز د ټي وي بيان د وزيراعظم سره تړل سم نه دے۔(ص ف/ض ض/وس/2142)