نن مونږ د تېر وخت په نسبت زيات مستحكم يو٬د امريكې٬اروپائي ائتلاف او روس سره داړيكو قوي كولو پشمول د اسلامي هېوادونو سره هم اړيكو ته وده وركړی شوې۔

دوزيراعظم محمد نواز شريف قوي٬خپلواكه او څوكاله پاكستان او امن ناكه ګاونډيتوب په نصب العين عملدرآمد شوې۔د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د سفيرانودرې ورځني كنفرنس اختتامي ناستې ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي نن مونږ د تېر وخت په نسبت زيات مستحكم يو٬د امريكې٬اروپائي ائتلاف او روس سره د اړيكو قوي كولو پشمول د اسلامي هېوادونو سره اړيكو ته وده وركړی شوې ده ۔د وزيراعظم محمد نواز شريف قوي٬خپلواكه او څوكاله پاكستان او امن ناكه ګاونډيتوب په نصب العين عملدرآمد شوې۔

ده دا خبرې د شورو په ورځ د سفيرانو درې ورځني كنفرنس اختتامي ناستې ته خپل خطاب كښې وكړی۔ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهداري او د چين سره اړيكې په همكارۍ بدلول خارجه پالېسۍ كښې د حكومت د كاميابيو عكاسي كوي۔ده ووئيل پاكستان د امريكې٬اروپائي ائتلاف او روس سره اړيكې قوي كولو پشمول د اسلامي هېوادونو سره اړيكو ته وده وركړې۔ده ووئيل د وړاندې پھ نسبت پاكستان د نړۍ هېوادونو سره رابطې زياتې كړي۔

خارجه سلاحكار د حكومت درې كلنه خارجه پالېسۍ په اړه د مېډيا پھ يوه برخه كښې جائزه راپور د حقائقو په ضد ګرځولو سره ووئيل د پاكستان د امريكې٬اروپاﺀ او روس سره اړيكو ته وده ترلاسه شوې دغسې نن پاكستان د مينځني آسيا رياستونو سره اړيكې هم مستحكمې شوي۔د مينځني آسيا رياستونو سره كاسا 1000 او تاپي ګاز پروژو لوظ نامې د مستحكم واړيكو عكاسي ده۔ ده ووئېل د دې نه ځانله پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم بشپړه ركنيت ترلاسه كړی كوم چې ګواهي وركوي چې پاكستان په سم لوري روان دے ۔خارجه سلاحكار ووئيل پاكستان د امريكې سره ستراتېژېكي خبرې بحال كړي او د هېواد ګټې تر مخه ئې د سلامتيا او د اقتصادي پرمختګ ايجنډې ته پراختيا وركړی ده ۔(ص ف/ض ض/وس/2142)