وزیراعظم محمد نواز شریف سره د ترکمانستان پارلمان چیئرپرسن اکاجا نور بردییف په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

وزیراعظم محمد نواز شریف سره د ترکمانستان پارلمان چیئرپرسن اکاجا نور بردییف په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي ترکمانستان، افغانستان، پاکستان، هند ګاز پائپ لائن (تاپی) ټولې منطقې له د اهميت وړ منصوبه ده ٬ د منصوبې زر ترسره كېدو سره به د توان امنيت او د سيمه ايزې سوكالۍ مشتركه مقاصد ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي ۔وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د ترکمانستان پارلمان چیئرپرسن اکاجا نور بردییف په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔

وزیراعظم ووئيل د پاکستان د ګاز حاجت ترسره كولو نه علاوه دا منصوبه به سيمه كښې په اقتصادي او سياسي لحاظ سره هر اړخ له مرستياله وګرځي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان او ترکمانستان تر مېنځه د پارلماني پلاويو وخت په وخت تګ راتګ سره به دواړو هېوادونو كښې د جمهوريت استحكام له هم مرسته ترلاسه شي ۔ده ووئيل پاکستان او ترکمانستان د ملګرتيا اړيكې لري خو د دوه اړخيزه اړيكو دائره او په خاص توګه اقتصادي روابط لا زياتول غواړي۔

ده ووئيل د پارلمانونو ترمېنځه بايد رابطې لا زياتې كړې شي ۔ وزیراعظم د ترکمانستان د آزادی په 25مه كليزه د ترکمانستان اولس مشر قربان ګلی بردي محمددوف او د ترکمانستان اولس له مباركې وركړه او د ترکمانستان اولس مشر لخوا د نېكو هېلو په ځواب ئي هم د دغه رنګ جذباتو څرګندونه وكړه ۔ د ترکمانستان د پارلمان چیئرپرسن پاکستان كښې د پلاوي په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه وكړه او د ترکمانستان اولس مشر قربان ګلی بردی محمددوف لخوا ئې وزیراعظم محمد نواز شریف ته په كاميابه سرجرې مباركي وركړه ۔

دې ووئيل د ترکمانستان اولس مشر په ذاتي توګه د بېلا بېلو منصوبو نګراني كوي دغسې چې د ښه معيار له مخې په وخت ترسره كړې شي ۔د ترکمانستان د توان نائب وزیر تاج محمد غلام محمدی دوف په دې موقع ووئېل تاپي ګاز پائپ لائن منصوبه د كال 2019 تر پائي ترسره كړې شي ۔د ترکمانستان په پلاوي كښې د پارلمان نائب چيئرمېن مقست باب ییف، پاکستان كښې د ترکمانستان سفیر عطاد جان اېن مولا موف اود پارلمان نور غړي شامل وو ۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، د وزیراعظم د خارجه چاور مرستيال طارق فاطمي، د قامي اسمبلۍ غړې شکیله لقمان او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2142)