د آزاد کشمیر د نوې ټاكلې حكومت رياستي چارو ښه كولو له به هر دول ممكنه مرسته كولې شي٬

آزاد کشمیر كښې د پرمختيائي او انفراسټرکچر منصوبو موثره عملدرآمد او په وخت ترسره كېدل پكار دي۔د وزیراعظم محمد نواز شریف د آزاد كشمير نوي ټاكلي شوي وزیراعظم راجه فاروق حېدر خان سره وزیراعظم هاٶس كښې د ملاقات په مهال خبرې

د آزاد کشمیر د نوې ټاكلې حكومت رياستي چارو ښه كولو له به هر دول ممكنه مرسته كولې شي٬
 آزاد کشمیر كښې د پرمختيائي او انفراسټرکچر منصوبو موثره عملدرآمد او په وخت ترسره كېدل پكار دي۔د وزیراعظم محمد نواز شریف د آزاد كشمير نوي ټاكلي شوي وزیراعظم راجه فاروق حېدر خان سره وزیراعظم هاٶس كښې د ملاقات په مهال خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د آزاد کشمیر د نوې ټاكلې شوې حكومت رياستي چارو ښه كولو له به هر دول ممكنه مرسته كولې شي٬ آزاد کشمیر كښې د پرمختيائي او انفراسټرکچر منصوبو موثره عملدرآمد او په وخت ترسره كېدل پكار دي۔وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د آزاد كشمير نوي ټاكلي شوي وزیراعظم راجه فاروق حېدر خان سره وزیراعظم هاٶس كښې د ملاقات په مهال كړې۔

د وزیراعظم دفتر لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشید او د وزیراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف کرماني هم موجود وو۔ وزیراعظم نواز شریف راجه فاروق حېدر خان ته د آزاد کشمیر په وزیراعظم ټاكلې كېدو مباركي وركولو سره هيله ولرله چې نوې ټاكلې حكومت به د آزاد کشمیر د اولس پرمختګ او سوكالۍ له په خوارۍ سره كار كوې۔

وزیراعظم ووئيل د آزاد کشمیر اولس زمونږ په منشور د بشپړه باور څرګندونه كړې او اوس دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې مونږ د ھغوي خدمت وكړٶ ۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل په ټولو سركاري څانګو كښَې د منصوبو بشپړولو او د مېرټ او سپېځلتيا خيال وساتئ ٬د ټولو پرمختيائي منصوبو مقصد د اولس د ژوند معيار بايد ښه كول دي۔ده ووئيل د تګ راتګ ښه آسانيو او د روډ نېټ ورك ښه كېدو سره به د آزاد کشمیر ښكلې سيمو ته د نړۍ رسنه ممكنه شي او په سيمه كښې به اقتصادي هلې ځلې زياتې شي ۔

وزیراعظم ووئيل د آزاد کشمیر د اولس په ټاكنو كښې په باور كولو مننه كوٶ ۔ په دې موقع راجه فاروق حېدر خان د پاكستان وزیراعظم مننه وكړه او دا باور ئې څرګند كړو چې د آزاد کشمیر حکومت به د قیادت وژن عملي كولو له ټول ضروري ګامونه پورته كوي ٬ ده ووئېل ټاكلې حكومت به د سياسي تړون نه پرته د اولس خدمت كوي لكه څنګه چې ورته د ټول آزاد کشمیر مېنډېټ ترلاسه دے۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2142)