د رينجرز اختياراتو پھ حقله د پاكستان پيپلز ګوند د قيادت بيانونه او تنقيد د حېرانتيا وړ دے٬د سندھ حكومت نوټيفيكېشن رد شوې نه دې او نه په دې لړ كښې باضابطه اعلان شوې٬

قانوني پوهانو د سندھ حكومت په نوټيفيكېشن كښې تضادات په ګوته كړي۔ د داخله وزارت وياند

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د داخله وزارت وياند وئېلي دي چې د رينجرز اختياراتو پھ حقله د پاكستان پيپلز ګوند د قيادت بيانونه او تنقيد د حېرانتيا وړ دے۔ د شورو په ورځ د داخله وزارت وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د تېرو دوو اونيو راهيسې رينجرز پھ سندھ كښې د اختياراتو نه غېر موجود وو ۔وياند ووئيل د رينجرز اختياراتو كښې د پراختيا په اړه نوټيفكېشن داخله وزارت ته تيره ورځ ترلاسه شوے د كوم چې قانوني پوهان جاج اخلي۔ د داخله وزارت لخوا نه د سندھ حكومت نوټيفيكېشن رد شوے او نه په دې لړ كښې باضابطه اعلان شوے۔ بيان كښی وئيلي شوي چې قانوني پوهانو د سندھ حكومت په نوټيفيكېشن كښې تضادات په ګوته كړي په دې اړه به داخله وزير پريكړه نن د غونډې نه پس كوي۔