د رينجرز اختياراتو په حقله د صورتحال دې د آئين ترمخه سپناوې وكړې شي۔ سيد نويد قمر

د رينجرز اختياراتو په حقله د صورتحال دې د آئين ترمخه سپناوې وكړې شي۔ سيد نويد قمر

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) په قامي اسمبلۍ كښې د پاكستان پيپلز ګوند پارلماني لارښود سيد نويد قمر وئېلي دي چې رينجرز له د سندھ حكومت لخوا د وركړې شويو اختياراتو په حقله د صورتحال دې د آئين ترمخه سپيناوې وكړې شي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اعتراض په نكته سيد نويد قمر ووئيل د ټولو ورځپانو دا خبر دې چې د سندھ حكومت رينجرز له د اختياراتو وركولو پريكړه كړې خو داخله وزارت دا نه مني۔ ده ووئيل د آئين آرټيكل 147 ترمخه صوبو ته دا اختيار ترلاسه دې چې تر څه حد وفاق له اختيارات وركولې شي۔ ده ووئيل حكومت دې د آئين ترمخه د صورتحال سپيناوې وكړي۔