پاكستان د تركمانستان سره د ورورولۍ اړيكې لري٬شريكې اړيكې په شريكه عقيده٬كلتور اورواياتو اډانه دي۔د اولس مشر ممنون حسېن د تركمانستان د پارلمان چيئرپرسن اكجانربرديوا په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات پھ مهال خبرې

پاكستان د تركمانستان سره د ورورولۍ اړيكې لري٬شريكې اړيكې په شريكه عقيده٬كلتور اورواياتو اډانه دي۔د اولس مشر ممنون حسېن د تركمانستان د پارلمان چيئرپرسن اكجانربرديوا په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات پھ مهال خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان د تركمانستان سره د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې شريكې اړيكې په شريكه عقيده٬كلتور او رواياتو اډانه دي۔اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د تركمانستان د پارلمان چيئرپرسن اكجانربرديوا په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات پھ خپلو خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هم موجود و۔

اولس مشر پھ دې خبره زور راوړو چې بايد د دواړو هېوادونو د پارلماني غړو او كمېټو ترمينځه رابطې وساتلې شي۔ اولس مشر پھ دې موقع ووئيل د دواړو هېوادونو تجارتي حجم د صلاحيت څخه كم دے د كوم لا زياتولو ته چې اړټيا ده۔ ده ووئيل چې ېد دواړو هېوادونو لخوا د تجارت ودې له سرمايه كارو ته آسانې ويزې آسانيو وركولو ته اړتيا ده دغسې چې شريك تجارت زيات شي۔

اولس مشر پھ دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو اولس شريكو رابطو لپاره كاروباري كسان او د سېلګرو آسانيو لپاره بايد فضائي سروس پېل شي۔ اولس مشر ووئيل د تركمانستان٬افغانستان٬پاكستان٬هند(تاپي)ګاز پائپ لائن پروژه د سيمه ايز توان او څوكالۍ لپاره يوه لويه پروژه ده او پاكستان د دې پروژې په وخت بشپړولو له لوظي دے۔اولس مشر د تركمانستان لخوا د 100 مېګاواټه برېښنا په وړاندېز مننه وكړه۔

اولس مشر ووئيل د پاك چي اقتصادي راهدارۍ او تاپي پروژې سره به سيمه كښې څوكالي راشي۔ د تركمانستان د پارلمان چيئرپرسن اكجانربرديوا ووئيل تركمانستان د پاكستان سره د قوي اړيكو خواهش لري كوم چې دواړو هېوادونو په ګټھ دے۔ده اولس مشر ته ووئيل چې تركمانستان سيمه ايزو هېوادونو له د برېښنا وركولو لپاره د تاپي ګاز پائپ لائن سره سره د برېښنا لائن په غزولو كار كوي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د پلاوي اسلام آباد كښې پاتې كېدل به يادګار وي.