د رېنجرز د اختياراتو په اړه دې د كراچې او سندھ په نورو سيمو كښې فرق ونه كړے شي۔ ډاكټر عارف علوي

د رېنجرز د اختياراتو په اړه دې د كراچې او سندھ په نورو سيمو كښې فرق ونه كړے شي۔ ډاكټر عارف علوي

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلې غړي ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د رېنجرز د اختياراتو په اړه دې د كراچې او سندھ په نورو سيمو كښې فرق ونه كړے شي٬ د رېنجرز په وجه په كراچې او نورو سيمو كښې حالات ښه شوي دي۔ د شورو په ورځ د قومي اسمبلې په غونډه كښې د اعتراض په نكته ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د په كراچې او خوا او شا سيمو كښې د رېنجرز د موجودګې په نتيجه كښې حالات ښه شوي دي۔ د رېنجرز د اختياراتو په اړه دې د كراچې او سندھ په نورو سيمو كښې فرق ونه كړے شي۔ ده ووئيل چې د سندھ حكومت دې په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔