د پنځو كلونو په مهال پاكستان هاكي فېډرېشن سره د 48 كروړه 49 لكه روپو مالي مرسته شوې۔ په قومي اسمبلې كښې ځواب

د پنځو كلونو په مهال پاكستان هاكي فېډرېشن سره د 48 كروړه 49 لكه روپو مالي مرسته شوې۔ په قومي اسمبلې كښې ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) قومي اسمبلې ته وئيلي شوي دي چې د تېرو پنځو كلونو په مهال پاكستان هاكي فېډرېشن سره د 48 كروړه 49 لكه روپو مالي مرسته شوې۔ د شورو په ورځ د قومي اسمبلې په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال ايوان ته په تحريري توګه ووئيل شول چې د كلن ګرانټ په مد كښې د تېرو پنځو كلونو په مهال د يو كروړ 71 لكه روپو د خاص ګرانټ په مد كښې هاكې فېډرېشن سره يو كروړ 71 لكه روپې او د اولس مشر او وزيراعظم په هدايت 44 كروړ 90 لكه روپې مالي مرسته شوې۔ د دې نه علاوه حكومت د فېډرېشن اوسنې صورتحال بدلولو او ښه والي لپاره يو شمېر اقدامات كړي دي۔