د قامي اسمبلۍ غړيو سعودي كښې مېشته پاكستانيانو ته د پېښو مسئلو هواري له د سفارت متحرك كولو غوښتنه كړې

د قامي اسمبلۍ غړيو سعودي كښې مېشته پاكستانيانو ته د پېښو مسئلو هواري له د سفارت متحرك كولو غوښتنه كړې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د قامي اسمبلۍ غړيو لخوا سعودي عربستان كښې مېشته پاكستانيانو ته د پېښو مسئلو هواري له د سفارت متحرك كولو او د حكومت لخوا د سنجيده نوټس اخستو غوښتنه كړې ده ۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې شګفته جماني ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان مسئلو سره مخ دي۔په سعودي كښې مېشته يو پاكستاني د اقامې تجديد نه كېدو د لاسه ځان وژلې۔

عبدالغفار ډوګر ووئيل د ځينې بهرنيو هېوادونو كمپنيو اكاؤنټونه د هغه ځاې حكومت منجمد كړي۔په دغه سوب پاكستاني كارمندان ځپلې كېږي۔كه د دغه ځاې حكومتونو سره په اعلٰی كچ دا مسئله پورته كړې شي نو دغه مسئلې حل كېدے شي۔صاحبزاده محمد يعقوب ووئيل پھ سعودي عربستان كښې پاكستاني وګړي ستونزو سره مخ دي٬حكومت دې سنجيده نوټس واخلي او خپله سفارت دې متحرك كړي۔محمد جمال الدين ووئيل په سعودي عرب كښې مېشته وګړيو ما سره پھ ذاتي توګه ملاقات كړے او د خپلو مسئلو نه ئې خبر كړې يم بايد دا مسئلې هوارې كړې شي۔شېراكبر خان ووئيل بهر هېواد كښې د پاكستان افرادي قوت مسئلو هوارولو ته دې پام لرنه وكړې شي۔