د پاکستان لخوا په كوټليو سفارتي هلو ځلو كولو هند د نيو كلېئر سپلائر ګروپ غړې جوړنشو ٬ پاكستان به په دې لړ كښې خپل سر هسك ساتې۔د خارجه دفتر لخوا قامي اسمبلۍ ته ځواب

د پاکستان لخوا په كوټليو سفارتي هلو ځلو كولو هند د نيو كلېئر سپلائر ګروپ غړې جوړنشو ٬ پاكستان به په دې لړ كښې خپل سر هسك ساتې۔د خارجه دفتر لخوا قامي اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د خارجه وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول د پاکستان لخوا په غوره سفارتي هلو ځلو كولو هند د نيو كلېئر سپلائر ګروپ غړې جوړ نشو٬ پاكستان به په دې لړ كښې خپل سر هسك ساتې۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د ساجده بېګم د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه وزارت لخوا وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ ايوان ته ووئيل په نيوكليئر سپلائر ګروپ كښې شاملېدو له وزیراعظم‘ خارجه سلاحكار٬د خارجه چارو خاص سلاحكار او په بېلو هېوادونو كښې د پاكستان سفيران په دي حقله لابنګ كوي چې په سوب ئي د پاكستان او هند په درخواستونو پېشرفت اېسار كړے شوے٬ ده ووئېل دا خبره سمه ده چې امريكا د هند پلوي دے او دا دريځ لري چې دا د پاكستان په بدل نه دے ٬ امريكا خپل سيمه ايز مفادات لري٬ دا عام خبرې دې چې پاكستان د اېن اېس جي غړې نشې جوړېدې او هند به ئې غړې جوړ شي خو دا ګنګوسۍ هېڅ حقيقت نه لري۔

ده ووئيل هند په غړيتوب ترلاسه كولو كښې نه دې كامياب شوې ۔وفاقي وزير ووئيل په دې لړ كښې به د قامي اسمبلۍ د غړيو د وړاندېزونو هركلے كولې شي۔ده ووئيل پاكستان يو خپلواكه هېواد دے٬ مونږ سر ښكته كوٶنكې نه يو۔د پاكستان حكومت او خارجه وزارت ويخ دې او دا به آسانه نه وي چې په راتلونكې غونډه كښې هند ته غړيتوب ترلاسه شي۔