په چارسده كښې د ډسټركټ كچهرې په خوا كښې په چاودنه كښې 3 تنه ژوبل شوي

په چارسده كښې د ډسټركټ كچهرې په خوا كښې په چاودنه كښې 3 تنه ژوبل شوي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) په چارسده كښې د ډسټركټ كچهرې په خوا كښې په چاودنه كښې 3 تنه ژوبل شوي دي۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې د شورو په سهار د چارسدې د ډسټركټ كچهرې په خوا چاودنه هغه مهال وشوه كله چې د ميونسپل كمېټې يو اهلكار د يوې نالې صفائي كوله۔ د چاودنې په نتيجه كښې درې تنه ژوبل شوي دي۔ د پوليسو له مخې ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي او امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔