بېنظیر بھټو انټرنېشنل ائیرپورټ څخه اولنې حج پرواز سبا روانېږي۔حجاج كرامو ته غوره اسانۍ وركولو له ايئر لائنز او نورو اړوند ادارو سره د حج پروازونو روانېدو ټول انتظامات بشپړ كړے شوي۔

بېنظیر بھټو انټرنېشنل ائیرپورټ څخه اولنې حج پرواز سبا روانېږي۔حجاج كرامو ته غوره اسانۍ وركولو له ايئر لائنز او نورو اړوند ادارو سره د حج پروازونو روانېدو ټول انتظامات بشپړ كړے شوي۔

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) بېنظیر بھټو انټرنېشنل ائیرپورټ څخه اولنې حج پرواز سبا د زيارت په ورځ روانېږي۔ حجاج كرامو ته غوره اسانۍ وركولو له ايئر لائنز او نورو اړوند ادارو سره د حج پروازونو روانېدو ټول انتظامات بشپړ كړے شوي۔ د پاكستان سول اېوي اېشن اتھارټي وياند ترمخه بېنظیر بھټو انټرنېشنل ائیرپورټ څخه اولنې حج پروازPK-2503 '(سبا) د زيارت په ورځ سهار 25 دقيقې دپاسه 4 بجې روانېږي۔

او حج څخه وړاندې د پروازونو لړۍ به تر 5 ستمبر دوام لري۔ حج له د تلو او حج څخه د راتلو په مهال به حج كوؤنكي ته ځان سره د يو تن راوستلو اجازه وي۔ دغسې چې په ايئرپورټ رش جوړ نه شي۔ پاکستان سول ایوی اېشن اتھارټی (پی سی اے اے ) لمونځ ٬ اودس او سړو او مېرمنو احرام تړلو له بېل بېل ځايونه جوړ كړي دي۔ حج سره اړوند وېډيو او د لارښودنې معلومات به ښودلې شي۔

پاكستان سول ايوي اېشن اتھارټي خپلې عملې ته د حاجيانو صاحبانو لارښودنې له تربيه وركړې۔ په ټول هېواد كښې د فلائټس انكوائري لمبر 051114 دے۔ د پروازونو معلومولو لپاره د بېنظيرانټرنېشنل ائيرپورټ خاص تېلېفون لمبرے دا دي۔ 0519031243/0515405141۔ حاجيانو صاحبانو ته وئيلي شوي دي چې هغوي دې پرواز نه 3ساعته وړاندې ايئرپورټ ته رارسېدل باوري كړي۔ پاکستان سول ایوی ایشن اتھارټی حاجيانو صاحبانو ته اسانۍ وركولو له خاص انتظامات كړي دي او ائیر لائنز ته ئې د پروازونو په وخت روانېدل باوري كولو احكامات جاري كړي دي۔(وا/ض ض/ګ ل/1857)