د وزیراعظم په امر رياض كښې د بې روزګاره پاكستانيانو لپاره د آسانيو خاص مركز جوړ كړې شود پاکستانو وګړيو د خوراك٬ طبي او نورې مرستې لپاره خاص فنډ هم جوړ كړې

شووزیراعظم محمد نواز شریف سعودي عربستان كښې د روزګار نه لرونكو د بشپړه مرستې كولو سپارښتنه

د وزیراعظم په امر رياض كښې د بې روزګاره پاكستانيانو لپاره د آسانيو خاص مركز جوړ كړې شود پاکستانو وګړيو د خوراك٬ طبي او نورې مرستې لپاره خاص فنډ هم جوړ كړې 
شووزیراعظم محمد نواز شریف سعودي عربستان كښې د روزګار نه لرونكو د بشپړه مرستې كولو سپارښتنه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د وزیراعظم محمد نواز شریف په امر سعودي عربستان كښې د روزګار نه لرونكو كارمندانو لپاره د بشپړه مرستې كولو لپاره رياض كښې د پاكستان په سفارت د آسانيو خاص مركز جوړ كړې شوې چې پكښې د خوراك٬ طبي او نورې مرستې لپاره خاص فنډ هم جوړ كړې شوې۔ د وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كارمندانو مرستې په لړ كښې د وزیراعظم په سپارښتنه بې روزګاره كسانو له د واجبات او تنخاګانو د كلېمز مرتب كولو لپاره آسانۍ هم وركولې شي ۔

وزیراعظم د پاكستان سفارت خانو ته د پرېشانه وګړيو مرستې او په دې لړ كښې د ھغوي ستونزې لرې كولو له زر تر زره ټول ممكنه ګامونه پورته كولو له امر كړې ۔ خارجه دفتر وزیراعظم خبر كړے او د هغوي وېنا ده د پاكستان سفارت دغه ملازمانو له د خوراك او طبي مرستې او زر تر زره د واجباتو او تنخاګانو مسئلې هوارولو له انتظامات كړې دي۔د كمپنۍ پرېښودنكو له به د ورك پرمټس منتقل كولو آسانۍ هم وركولې شي او كه دوي بېرته هېواد ته راتلل غواړي نو هم به د هغوي مرسته كولې شي ۔

سفارت وئيلي دي سعودي حكومت اړوندو كمپنو ته د واجباتو ادا كولو امر كړے دے۔ وزیراعظم خارجه دفتر ته هم سپارښتنه كړې چې د پاكستانو ضروري مرسته وكړئ۔ وزيراعظم وئيلې دې مونږ د خپلو خواري كښو كارمندانو هره ممكنه مكرسته كول غواړو څوك چې د روزګار لپاره لرې تللي دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ په خپلو پاكستانو وګړو وياړ لرو او د دوې به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔(وا/ض ض/ګ ل/1857)