پاكستان او تركيه د ورورولۍ تاريخي٬كلتوري٬روايتي٬مذهبي او د سماجي اقدارو اړيكې لري۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيې خارجه وزير ميولود چاوش اوګلو سره خبرې

پاكستان او تركيه د ورورولۍ تاريخي٬كلتوري٬روايتي٬مذهبي او د سماجي اقدارو اړيكې لري۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيې خارجه وزير ميولود چاوش اوګلو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيې مشرانو او او اولس له د جولائي پھ 15مه نېټھ د شپی پھ جمهوريت د بريد په ضد په كاميابۍ تر لاسه كولو مباركي وركولو سره وئېلي دي پاكستان او تركيه د ورورولۍ شريكې تاريخي٬كلتوري٬روايتي٬مذهبي او د سماجي اقدارو اړيكې لري۔ده دا خبره د تركيې خارجه وزير ميولود چاؤش اوګلو سره د خبرو په مهال وكړې چا چې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ده سره ملاقات كولو۔

وزيراعظم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د تركيې اولس سره د يو والي څرګندونه وكړه او د جون په 28مه نېټھ په آتاترك نړيواله هوائي اډه يې د ترهه ګرو په بريد كښې به ځاني زيان غمرازي ښكاره كړه۔ده ووئيل پاكستان هم ترهه ګرۍ سخت ځپلې٬د اوسنو ضرب عضب عملياتو او د نېشنل ايكشن پلان ډېرې مثبتې نتيجې راوتې دي۔ده ووئيل مونږ چې په كوم عزم عمليات كړي د تركيې پشمول نړيوالې ټولنې ستائېلې دي او مونږ يې مننه كوو۔

وزيراعظم ووئيل په لوړه كچه د مرستې ستراتېژېكي كونسل د پاكستان او تركيې ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ده د نيوكليئر سپلائرز ډلې غړيتوب په لړ كښې د پاكستان په پوخ ملاتړ كولو د تركيې ستائنه وكړه۔پھ دې موقع د تركيې خارجه وزير د بغاوت په مهال د تركيې حكومت او اولس سره د يو والي په څرګندونه كولو د پاكستانو مشرانو مننه وكړه او وې وئېل د دواړو هېوادونو د صلاحيت نه استفاده كولو او د دوه اړخيزه اړيكو لا ټينګولو ضرورت دے۔

ده ووئيل پاكستان په هغو وړومبنو هېوادونو كښې شامل دے كومو چې د بغاوت د هڅې سخته غندنه كړې او اولس مشر طيب اردوان او د تركيې جمهوريت لپاره يې د ملاتړ او يو والي څرګندونه كړې۔د ملاقات پھ مهال د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز٬خاص مرستيال طارق فاطمي او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔۔(م ع/ض ض/ګ ل/1857)