د دوهم وزير انجينئر محمد بليغ الرحمان پھ مشرۍ كښې د صوبائي وزيرانو اتم كنفرنس ګلګت كښې پیل شو

د دوهم وزير انجينئر محمد بليغ الرحمان پھ مشرۍ كښې د صوبائي وزيرانو اتم كنفرنس ګلګت كښې پیل شو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د دوهم وزير انجينئر محمد بليغ الرحمان پھ مشرۍ كښې د صوبائي وزيرانو اتم كنفرنس په ګلګت كښې پیل شوې۔د كنفرنس د پرانستې دستوره كښې د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حافظ حفيظ الرحمان مشر مېلمه وو۔پھ دې موقع دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان ووئيل زمونږ پھ مذهب كښې تعليم ډېر اهميت لري او دلته مونږ د تعليم په سباؤن غور كولو لپاره راغونډ شوي يو۔

ده ووئيل د تعليم وزارت صوبو ته وركړې شوې او مونږ د آئين احترام كوو خو مركز دا ذمه واري لري چې د تعليم ودې لپاره يو پلېټ فارم رامخې ته كړي۔ده ووئيل دلته چې كومه هم پريكړه وكړې شي هغه به د صوبو پھ مشاورت وي كه كومه صوبه اختلاف ولري نو د پريكړې برخه به نه وي ۔په دې موقع دوهم وزير ګلګت بلتستان كښې د آغا خان فاؤنډېشن په تعليمي خدماتو مننه وكړه۔ده د ګلګت بلتستان د حكومت هم مننه وكړه چې د دې كنفرنس كوربتوب كوي۔