په جامشورو ټرافيكي پېښه كښې 12 مسافر مړه او 40 ژوبل شول

په جامشورو ټرافيكي پېښه كښې 12 مسافر مړه او 40 ژوبل شول

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) جامشورو كښې ټرافيكي پېښه كښې 12 مسافر مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د پي ټي وي راپور له مخې د سندھ په جامشورو سيمه كښې په سېهون روډ د مسافرو يو ګاډې ټرك سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې 12 مسافر په ټكي مړه او 40 ژوبل شوي۔ د ريسكيو ذريعو له مخې ژوبل شوي كسان لياقت روغتون ته رسولې شوي دي۔ په ژوبل شويو كسانو كښې مېرمنې او ماشومانې هم شاملې دي۔ د پوليس له مخې دا ګاډې د ډېره اسماعيل خان نه كراچې ته روان و۔