وفاقي وزير زاهد حامد سره پاكستان كښې د مراكش سفير مصطفی صلاح الدېن ملاقات مراكش كښې د كېدونكي 22م كنفرنس آف پارټيز په تيارې د خيالاتو څرګندونه

وفاقي وزير زاهد حامد سره پاكستان كښې د مراكش سفير مصطفی صلاح الدېن ملاقات مراكش كښې د كېدونكي 22م كنفرنس آف پارټيز په تيارې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير زاهد حامد سره پاكستان كښې د مراكش سفير مصطفی صلاح الدېن ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو د روان كال په پاې كښې مراكش كښې د كېدونكي 22م كنفرنس آف پارټيز په تياريانو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال وفاقي وزير ووئيل پاكستان به دې كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د پاكستان پلاوې به د موسمياتي بدلون وزارت ٬ د منصوبه بندۍ كمېسيون ٬ د اوبو او برېښنا ٬ سائنس او ټېكنالوجي او خارجه چارو چارواكو په شمول د آزاد جموں وكشمير ٬ ګلګت بلتستان ٬ فاټا او د څلورو واړو صوبو په نمائندګانو مشتمل وي۔

وفاقی وزیر زاهد حامد غوښتنه وكړه چې د كنفرنس په مهال دې پاكستان ته زيات وخت وركړے دغسې چې دې كنفرنس كښې د موسمياتي بدلون په لړ كښې پاكستان ته پېښې خطرې او په دې قابو موندلو له پورته كړې شوې ګامونه په ښه ډول په ډاګه كړې شي۔ د مراكش سفير باور وركړو چې زمونږ هېواد به د سي او پي 22 تياريانو په لړ كښې پاكستان سره بشپړه مرسته كوي۔