بايد د هندوانو په دربار بريد كونكو له سزا وركړې شي٬د پېښې دې پلټنې وكړې شي۔ دمسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر درشن قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې پهنوټس ځواب

بايد د هندوانو په دربار بريد كونكو له سزا وركړې شي٬د پېښې دې پلټنې وكړې شي۔ دمسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر درشن قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې پهنوټس ځواب

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر درشن وئېلي دي چې بايد د هندوانو په دربار بريد كونكو له سزا وركړې شي او د پېښې دې پلټنې وكړې شي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې ډاكټر درشن د پام راګرځونې د نوټس په ځواب كښې ووئيل چې په ګهوټكي كښې د قرآن پاك د سوځولو پېښه رامخې ته شوې٬ يو تن نيول شوې او اېف آئي آر درج شوې٬ د دې نه پس هلته احتجاج پېل شو او د هندوانو پھ دربار بريد وشو۔

هندوان د قرآن پاك د ګيتا پشان احترام كوي كوم تن چې نيول شوې د پوليس له مخې هغه مسلمان شوې او په ذهني ناروغۍ كښې اخته دے خو زمونږ په دربار د بريد كولو هېڅ جواز نه وو۔ ده ووئيل چې چا چې هم دا كار كړې بايد هغه له سزا وركړې شي او د پېښو بشپړه پلټنې وكړې شي.