عمران خان د حكومت په ضد د دهرنې پريكړه د خپل خواهش او سوچ ترمخه كوي٬د كراچۍ د حالاتو ښه والې د پاكستان ښه والې دې۔ د خزانې پارلماني سېكتر رانا افضل مېډيا سره خبرې

عمران خان د حكومت په ضد د دهرنې پريكړه د خپل خواهش او سوچ ترمخه كوي٬د كراچۍ د حالاتو ښه والې د پاكستان ښه والې دې۔ د خزانې پارلماني سېكتر رانا افضل مېډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د خزانې پارلماني سېكتر رانا افضل وئېلي دي چې عمران خان د حكومت په ضد د دهرنې پريكړه د خپل خواهش او سوچ ترمخه كوي٬د كراچۍ د حالاتو ښه والې د پاكستان ښه والې دے۔ د نهې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان د تحريك انصاف مقبوليت اولس كښې كم شوے٬اولس اوس د پاكستان تحريك انصاف پھ مشر باور نه كوي۔

ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف مشر عمران خان د آزاد كشمير په ټاكنو كښې بشپړه برخه اخستې او په بېلو ځايونو يې اولسي غونډو ته خطاب هم كړې خو كشميري اولس د هغه ټولې خبرې او لوظونه رد كړي۔ ده ووئيل د عمران خان په ادعاګانو كشميري اولس باور نه دې كړې او هغه ماتې سره مخ شوې۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف لخوا د اګست په 7مه نېټھ د دهرنې پريكړه د عمران خان د خپل سوچ او خواهش ترمخه ده د حالاتو ترمخه نه۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سندھ نوې اعلٰی وزير په كراچۍ كښې د امن وضعې ښه كولو له بايد ټولو ضلعو كښې د رينجرز اختيارات كښې پراختيا وركړي۔ د كراچۍ د حالاتو ښه والې د پاكستان د حالاتو ښه والې دے۔