قامي اسمبلۍ كښې د سعودي عربستان په دريو ښارونو كښې د شوې ترهه ګرۍ بريدونوسخته غندنه٬ قرارداد منظور كړے شو

قامي اسمبلۍ كښې د سعودي عربستان په دريو ښارونو كښې د شوې ترهه ګرۍ بريدونوسخته غندنه٬ قرارداد منظور كړے شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) قامي اسمبلۍ كښې د سعودي عربستان په دريو ښارونو كښې د جولائي په 4مه نېټه كال 2016 د شوې ترهه ګرۍ بريدونو سخته غندنه كولو سره پھ دې لړ كښې قرارداد منظور كړے شو۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف قرارداد وړاندې كړو چې ايوان د جولائي پھ څلورمه نېټھ مدينه منوره او سعودي عرب كښې د ځانمرګي بريدونو غندنه كوي په كومه كښې چې بې ګناه وګړي مړه شوي۔

دا ايوان د ځپليو سره غمرازي ښكاره كوي۔دا ايوان د دې خبرې څرګندونه هم كوي چې ترهه ګر د انسانيت دښمنان دي۔ده ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې د سعودي عربستان وروڼو په غم كښې برابر شريك يو۔دا ايوان په دې بريدونو كښې د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوي او د سعودي حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه كوي۔دا ايوان په نړيواله ورورولۍ او په اسلامي نړۍ زور راوړې چې په دې نازك وخت كښې د انسانيت او اسلامي نړۍ دښمنانو په ضد د اتحاد څرګندونه وكړي۔دا ايوان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔سپيكر قرارداد ايوان ته منظورۍ له وړاندې كړو كوم چې اتفاق سره منظور كړې شو۔