د ټي آر اوز كمېټۍ غونډې نوې نېټه به د اګست په 8مه نېټھ د مشاورت نه پس اعلانولې شي٬احتجاج كونكي به د وړاندې پشان ناكامه وي٬دا به كتل وي چې دا احتجاج د چين٬قطر٬كويت او د سعودي عربستان پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په ضد سازش خو نه دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مېډيا سره خبرې

د ټي آر اوز كمېټۍ غونډې نوې نېټه به د اګست په 8مه نېټھ د مشاورت نه پس اعلانولې شي٬احتجاج كونكي به د وړاندې پشان ناكامه وي٬دا به كتل وي چې دا احتجاج د چين٬قطر٬كويت او د سعودي عربستان پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په ضد سازش خو نه دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مېډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د ټي آر اوز كمېټۍ د غونډې د نوې نېټې اعلان به د اګست په 8مه نېټھ د مشاورت نه پس كولې شي٬احتجاج كونكي به د وړاندې پشان ناكامه كېږي٬دا به كتل وي چې دا احتجاج د چين٬قطر٬كويت او د سعودي عربستان پھ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په ضد سازش خو نه دے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ځايې هوټل كښې د وفاقي محتسب او يونيسېف د سيوري لاندې چائلډ لېبرل نړيوالې ورځې په اړه دستورې ته د خطاب نه پس مېډيا سره وكړه۔

د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د ټي آر اوز كمېټۍ غونډې پھ معامله اپوزيشن سره په رابطه كښې يو۔د ټولو سياسي ګوندونو اتفاق وو چې د ټي آر اوز كمېټۍ چيئرمېن به نه وي ځكه چې ټي آر اوز كمېټۍ كښې ووټنګ نه كېدلو بلكې اتفاق سره د ټي آو آرز معامله هوارول وو۔ده ووئيل د خزانې وزير اسحاق ډار٬د مخالفې ډلې مشر خورشيد شاه٬پھ سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن٬د پي ټي آئي لارښودې شېري مزاري٬د اګست په وړومبۍ اونۍ كښې د ټي او آرز كمېټۍ غونډې په اړه مشاورت كړی وو۔

ده ووئېل هغوي د كمېتۍ په غونډه كښې ګډون كولو ته سلا شوي وو خو اعتزاز احسن پھ لاهور كښې د ځينې مصروفياتو پھ سوب ګډون ونه كړو۔دغسې د خزانې وزير اسحاق ډار د اګست 3مې نېټې نه تر 6مې نېټې پھ مهال آئي اېم اېف سره خبرو اترو له ځي۔ده ووئيل مونږ به د اګست په 8مه نېټھ د ټي او آرز كمېټۍ غونډې پھ اړه د ټولو سياسي ګوندونو سره رابطه كوو او نوې نېټه به اعلان كوو۔ (ص ف/ض ض/وس/ګ ل/2139)