اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان سياسي دهرنو ته نه اقتصادي لانګ مارچ ته اړتيا لري ٬د تېرو دوو كلونو پھ مهال د وژن 2025 اهداف ترلاسه كړی شوي ٬پھ 29 اګست به سي پېك سمټ كېږي٬د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ترمخه لس زره 400 مېګاواټ د برېښنا پیداوار 14 پروژې به تر دسمبر 2018 بشپړ شي٬لوېديز روټ به تر جون 2018 بشپړولې شي۔
د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پلاننګ كميسون كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل راهدارۍ سره به بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او د ټول هېواد معاشي پرمختګ باوري شي۔په هېواد كښې د امن وضعه ښه كېدو سره غېر ملكي سرمايه كار پاكستان ته راځي٬ده ووئيل د دې پروژې پھ سوب به نوې كارخانې جوړی شي او دې سره به نه يوازې د روزګار موخې پیدا شي بلكې د وګړيو د ژوند معيار به هم ښه شي۔
ده ووئيل د چين كمپنۍ د لس زره مېګاواټ برېښنا پروژو په وخت بشپړولو له هلې ځلې كوي او د ټرانسمېشن او دسټري بيوشن لائنونو ښه كولو له هم كار كوي۔ده ووئيل پھ تهر كښې به د 6600 مېګاواټ كول پاور پلانټ لګولې شي۔ده ووئيل تهر كښې د دې پروژو بشپړېدو سره به بې روزګاري كمه شي۔وفاقې وزير ووئيل د آزاد كشمير اولس پرمختګ له ووټ وركړی او كشميريانو دا ثابته كړی چې هغوي د وزيراعظم محمد نواز شريف په وژن باور لري۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستاني اولس منفي سياست رد كړې او د پرمختګ دا مزل روان ساتلو له وزيراعظم محمد نواز شريف ولاړ دے۔