د نريندر مودي حكومت راتللو نه پس كشمير كښې هندي ظلمونه زيات شوي۔مولانا فضل الرحمان

د نريندر مودي حكومت راتللو نه پس كشمير كښې هندي ظلمونه زيات شوي۔مولانا فضل الرحمان

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)امير مولانا فضل الرحمان وئېلي دي د نريندر مودي حكومت جوړیدو نه پس په كشمير كښې هندي ظلمونه زيات شوي دي ۔د كشمير په مسئله د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل منظور شوې قراردادونه موجود دي۔په كشمير كښې ظلم او تشدد د كشميري اولس بنيادي حقونو په ضد دے۔پھ دې معامله بايد مونږ د نړيوالې ورورولۍ پھ وړاندې غږ پورته كولو سره سره د او آئي سي غونډه راوغواړو۔

كشمير كمېټي به خپلواكه كول وي٬ ده ووئېل د كشمير پھ مسئله ټول قام يو موټې او يو ډول دريځ لري٬هند كه د پاكستان سره نيغ په نيغه خبرې اترې نه كوي نو مونږ نړيوالې ثالثۍ له هم چمتو يو۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال بحث پیل كولو سره مولانا فضل الرحمان ووئيل د نريندرمودي حكومت راتللو نه پس مقبوضه كشمير كښې ظلمونه زيات شوي۔

كشميريان د تېرو څو لسيزو راهسې امن ناكه هلې ځلې كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ پھ ضد جنګ كښې پاكستان پخپله د ترهه ګرۍ ښكار دے خو بيا مونږ هم كشميريان په داسې حالاتو كښې يوازې پرېښودلې نه شو۔ده ووئيل كشمير به يوه ورځ آزاديږي۔ده ووئيل پھ هر فورم د كشميريانو ترجماني پاكستان خپل فرض ګڼي۔ده ووئيل مونږ هند سره دوه اړخيزه خبرو اترو له چمتو يو۔

ده ووئيل بايد د كشميريانو حق خوداراديت ومنلې شي۔ده ووئيل كه هند د پاكستان سره خبرې اترې نه كوي نو دې څخه دا په ډاګه كېږي چې هغوي د خبرو اترو نه انكاري دي۔ده ووئيل د كشميريانو څلورو نسلونو دې مسئلې له قربانۍوركړي مونږ له به د كشميريانو نوې نسل د دې جنګ څخه خلاصول وي۔مونږ له به د اولس پھ وړاندې يو تګلار او پالېسي خپلول وي٬ مولانا ووئېل ټول ايوان دا حاجت محسوسوي چې د كشميريانو پھ حقله دې يو سېمينار وكړی شي او په هغې كښې دې كشميريان راوبللې شي۔

ده ووئيل آزاد كشمير كښې ټول ټاكنې شوي٬مسلم ليګ(ن)په دې كښې كاميابي ترلاسه كړی هغوي دې دا پھ ډاګه كړي چې مظفرآباد د تحريك آزادې بيس كېمپ دے او د سياسي اختلافاتو نه ځانله په حقيقي معنو كښې دې بېس كېمپ جوړ كړی شي۔ډه ووئيل د كشمير كمېټۍ به هر دوه ورځې پس غونډه كوي كومه كښې به چې حكومت ته وړاندېزونه وركولې شي۔ټول پارلماني لارښودو سره د مشاورت نه پس به شريك تجاويز وړاندې كول وي۔ده ووئيل پارلمان دې طاقتور كړی شي او ټول دې د پارلماني كمېټۍ په وړاندې ځواب وركونكې جوړ كړی شي۔