د كشمير كشاله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له دې پارلماني پلاوي بهر هېوادونو ته ولېږلې شي ۔د صاحبزاده طارق الله قامي اسمبلۍ كښې خبرې

د كشمير كشاله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له دې پارلماني پلاوي بهر هېوادونو ته ولېږلې شي ۔د صاحبزاده طارق الله قامي اسمبلۍ كښې خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د جماعت اسلامي پارلماني لارښود صاحبزادہ طارق اللہ وئيلي دي د مقبوضه كشمير اولس له د ھغوې په خوښه د خپل سباٶن د پرېكړې دې واك اختيار وركړې شي ٬ د كشمير كشاله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له دې پارلماني پلاوي بهر هېوادونو ته ولېږلې شي۔د ګل په ورځ قامي اسبملۍ كښې كشمير كښې د هندي ځواكونو د اوسني بربريت په تحريك التواء خبرو كښې ده په كشمير بحث خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د كال 1947 څخه دا كشاله راروانه ده٬ ملګرو ملتونو 23 قراردادونه د 70 كاله تېرېدو باوجود عملي نه كړې شول ٬ کشمیر كښې وينې توېږي٬ په لكونو خلق مړه او ژوبل شوي٬ ده ووئېل د برهان واني د جنازې په لمونځ كښې په لكونو خلقو د پاكستان بېرغ هسك كړے او ګډون ئې كړې ھغوې زمونږ كردار ته سترګې په لار دي۔

ده ووئيل د كشمير كشاله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له دې پارلماني پلاوي بهر هېوادونو ته ولېږلې شي او دې سره دې د كشمير كمېټۍ او پخواني خارجه وزيرانو څخه هم رائے وغوښتلې شي ۔