وزیر اعظم محمد نواز شریف د اولسمشر ممنون حسېن سره وليدل د هېواد په عمومي وضعه او په مهمو قامي چارو د خيالاتو څرګندونه

وزیر اعظم محمد نواز شریف د اولسمشر ممنون حسېن سره وليدل د هېواد په عمومي وضعه او په مهمو قامي چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) وزیر اعظم محمد نواز شریف د ګل په ورځ اولس مشر ممنون حسېن سره ايوان صدر كښې ليدلي دي ۔دواړو مشرانو په دې موقع د هېواد په عمومي وضعه او په مهمو قامي چارو خبرې اترې كړې دې ۔ اولس مشر ممنون حسېن وزیراعظم ته په روغه سټه يو ځل بيا مباركي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې وزیراعظم نواز شریف به د هېواد او قام خدمت جاري ساتي۔

د ملاقات په مهال د پاك چين اقتصادي لارې منصوبو له مخې د توان په روانو پروژو ٬د امن په وضعه ٬ ضرب عضب عملياتو او د قامي معيشت په بيا ژوندې كولو خبرې وشوي۔ وزیر اعظم په دې موقع اولس مشر د بېلو چارو په اړه د حكومتي پاليسيو او پرېكړو څخه هم خبر كړو۔اولس مشر ووئيل وزیراعظم او د ھغه اقتصادي ډله د قوي لائحې د لارې د ملي معيشت ښه والي له د قدر وړ كردار ترسره كوي كوم چې په نړيواله كچه ستائلې شوے۔

دواړه لارښودو غږ وكړو چې هيواد كښې استحکام او پرمختګ له دغه پرمختيائي پروژ بشپړولو له د حکومت مرسته وكړي۔ دواړو لارښودو ووئيل حکومت به پرمختيائي ایجنډې ته پام لرنه كوي او د هيواد پرمختګ او اولسي معیار ښه كولو له پرمختيائي پروژو بشپړولو لپاره به په زړه پورې كار كوي۔ ده ووئيل حکومت به پرمختيائي عمل په مهال د قامی سرمائې ښه او سپيځلې كارول باورې كوي ۔

اولس مشر او وزیراعظم د ضرب عضب عملياتو په مهال په ترلاسه شويو کامیابیو د اطمینان څرګندونې سره ووئيل هيواد كښې تر آخري ترهه ګر ختمولو به عمليات روان وي۔ دواړو لارښودو د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوي له د وسله وال ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو افسرانو او ځوانانو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كړي او دا عزم ئې څرګند كړو چې ټول هيواد كښې به امن بحالۍ له په نیشنل ایکشن پلان عمل جاری ساتلې شي۔

اولس مشر او وزیراعظم د پاك چین اقتصادی راهدارۍ په رفتار د اطمینان څرګندونې سره ووئيل دا پروژه به نه يواځې پاکستان بلکې ټولې سيمې له ګټه وره وګرځي۔ دواړه لارښودو عزم وكړه چې د پاك چین اقتصادی راهدارۍ پروژې سره به ټولو صوبو او سيمو ته يو ډول ګټه ورسي۔ په دې مهال د سيمې د وضعې جاج هم واخستلې شو او دواړه لارښودو سيمه كښې امن او سوكالۍ له د ټولو ګاونډيانو سره د ملګرتيا اړيكو لپاره خوښي ښكاره كړه ۔