وزیراعظم محمد نواز شریف د تركيې په درې ورځنۍ دوره انقره ته ورسيدو

وزیراعظم محمد نواز شریف د تركيې په درې ورځنۍ دوره انقره ته ورسيدو

انقرہ (پاکستان نیوز پوائنٹ 22فروری2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د ترکیې په درې ورځنۍ سركاري دوره د شورو په ورځ د انقرې هوائي ميدان اېسن بوګا ته ورسيدو۔ په دې مهال د وزيراعظم تود هركلې وكړے شو۔ د تركيې په هوائي ميدان وفاقی وزیر عاکف کاګاتے کلك ، سينئر پارلماني غړو او د انقرې دوهم والي د وزیراعظم هركلې وكړو۔ دوه كوچنيانو وزيراعظم او بیګم کلثوم نواز ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔

د پټرولیم او قدرتی وسيلو وزير شاهد خاقان عباسی، د تجارت وزير خرم دستګیر، د خارجه چارو خاص مرستيال خارجه طارق فاطمی هم وزیراعظم سره دي۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم د ترکيې خپل همڅنګ بن علی یلدرم سره د اعلیٰ پاې ستراتيجكي مرستې کونسل د 5مې غونډه په ګډه مشري كوي۔ وزیراعظم نواز شریف به د خپلې دورې په مهال د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان سره هم ملاقات كوي۔ وزیراعظم به په ترکیه كښې په جولائی 2016ء كښې د ناکامه بغاوت نه پس د ترکيې قیادت او جمهوری ادارو سره د پاکستان د اړخه د يووالي څرګندونې له د ترکيې پارلمان ته هم ځي۔ (ص ف/وا/ګ ل/1950)