د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د امریکې قونصل جنرل وليدل

د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د امریکې قونصل جنرل وليدل

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 22فروری2016ء) په پېښور كښې د امریکې قونصل جنرل مسټر ریمنډمیك ګراتھـ د شورو پھ ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر انجینئر اقبال ظفر جھګړا سره وليدل۔ هغه څه وخت ګورنر سره و او د شريكې خوښې په چارو ئې ورسره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال د امن هڅو او په پرمختيائي پروژو عملدرآمد او په خاص توګه د صحت او تعلیم په اړه په پروژو خبرې اترې وشوې۔(ص ف/وا/ګ ل/1950)