پاكستان اوس د ترهه ګرو د پاتې كېدو ځاې نه دې٬د نړۍ لسم رامخې ته كېدونكې معاشي طاقت دے

٬د وخت ضرورت دے چې پھ ځوانانو كښې د ليډر شپ صلاحيت پېدا كړی شي٬د علم او د تحقيق د روايت څخه لرې كېدل د اسلامي نړۍ د بدحالۍ سبب دے٬په سباؤن كښې به جنګونه د علم په مېدان كښې كولې شي٬د 2013 په مقابله كښې د نن په پاكستان كښې بدلون راغلې۔ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال نړيوال يوت كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې پاكستان اوس د ترهه ګرو د پاتې كېدو ځاې نه دې٬د نړۍ لسم رامخې ته كېدونكې معاشي طاقت دے٬د وخت ضرورت دے چې پھ ځوانانو كښې د ليډر شپ صلاحيت پیدا كړی شي٬د علم او د تحقيق د روايت څخه لرې كېدل د اسلامي نړۍ د بدحالۍ سبب دے٬په سباؤن كښې به جنګونه د علم په مېدان كښې كولې شي٬د 2013 په مقابله كښې د نن په پاكستان كښې بدلون راغلې۔

ده دا خبرې د ګل په ورځ نړيوال يوت كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔وفاقي وزير ووئيل چې د ځوانانو مايوسي ختمولو سره د مثبت سوچ پیدا كولو ضرورت دې۔نننې دور د علمي انقلاب دور دے او د دې پھ نتيجه كښې معيشت قوي كېدې شي۔ده ووئيل چې انسان پھ تياره كښې د رڼا لټولو صلاحيت لري٬د وسيلو كمي سر ه هم د پاكستان ځوانان پھ ښه ډول كار كوي۔ده ووئيل چې د پاكستان ځوانان د آئي ټي په څانګه كښې هم مهم كردار ترسره كوي۔

ده ووئيل چې پھ پاكستان كښې د ټېلي كميونيكېشن انفراسټركچر د نړۍ مقابله كولې شي٬پرمختګ يوازې د ودانيو جوړولو نوم نه دې بلكې اصل پرمختګ د انسان پرمختګ وي۔ده ووئيل چې ليډر شپ د يو مشن نوم دې او د انسان ژوند كه كوم مثبت مشن نه لري نو هغه نه شي كامياب كېدې۔په ځناور او انسان كښې فرق يوازې د سوچ دے٬د انسان سوچ تل لويې وي۔